د لاس رسي وړ اتصالات

د گوانتانامو د بندیانو شمیر ۷۶ تنو ته راټیټ شو


د جمهور رئیس اوباما حکومت د گوانتنامو زندان تړلو ته ژمن دی
د جمهور رئیس اوباما حکومت د گوانتنامو زندان تړلو ته ژمن دی

د گوانتنامو زندان نه ایټالیا ته د یمني زنداني "فیض احمد یحیی سلیمان" په لږلو او صربستان ته د دوو نورو بندیانو یمني "منصور احمد سعد الضیفي" او د تاجیکستان د اوسیدونکي "محمدی دولتوف" په انتقالولو سره اوس په دې زندان کې د بندیانو شمیر ۷۶ تنو ته راټیټ شو. یو شمیر افغانانان هم په دې زندان کې بندیان دي چې د هغوی دقیقه شمیره تر اوسه نه ده په ډاگه شوی.

د امریکا د دفاع وزارت د اسنادو له مخې چې ویکیلیکس هغه بربنډ کړي سلیمان د ٢٠٠١ کال په دسمبر کې د پاکستان پولیسو ونیو او بیا یې امریکایي مقاماتو ته ورپه لاس کړ. هغه د هماغه وخت راهیسې په گوانتنامو کې بندي و. ټاکل شوی وه چې سلیمان په ٢٠١٠ کې خپل هیواد ته ستون کړای شي خو د یمن بې ثباتي ددې سبب شوه چې هغه اوس ایټالیا ته ولیږدول شي.

ویکیلیکس همداشان افشا کړي چې الضیفي په ٢٠٠١ کال کې د بلخ ولایت د مزارشریف په ښار کې نیول شوی و. هغه صربستان ته د لیږدلو تر وخته په گوانتنامو کې بندي و. دولتوف هم د ویکیلیکس له لورې د افشا شویو اسنادو په بنسټ د تاجیکستان د اسلامي غورځنگ غړی و.

ناڅرگند شمیر افغانان هم د گوانتنامو په زندان کې بندیان دي
ناڅرگند شمیر افغانان هم د گوانتنامو په زندان کې بندیان دي

د جمهور رئیس اوباما حکومت هڅه کوي چې د گوانتنامو زندان وتړي. خو د امریکا کانگرس چې جمهوري غوښتونکي په کې اکثریت دي د ٢٠١١ کال راهیسې د بندیانو د لیږدولو او د دې زندان د تړلو لاره بنده کړې ده.

د گوانتنامو په زندان کې د پاتې ۷۶ بندیانو زیاته برخه د لسو کالو راهیسې په دې زندان کې پرته له کوم تور او محاکمې پاته دي، هغه کار چې په پراخه توگه د نړیوالې ټولنې له خوا محکوم شوی دی.

جمهور رئیس اوباما تل ویلي دي چې د گوانتنامو زندان شتون د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت په گټه نه دي بلکې دا زندان د ترهگرو له لورې د امریکا پر ضد د پروپاگند وسیله گرځیدلې او د متحدینو سره یې د امریکا اړیکو ته تاوان رسولی دی.

په څلورو پړاونو کې د گوانتنامو زندان تړل

د گوانتنامو زندان څخه نورو هیوادونو ته د شاو خوا د ٣٥ بندیاننو انتقال چې د دوسیېو مراحل یې بشپړ شوي، د گوانتنامو زندان د تړلو لپاره د جمهور رئیس اوباما د حکومت د څلور مرحله یي طرحې لومړی پړاو دی چې شپږ میاشتې دمخه اعلان شوه.

د گوانتنامو زندان تړل د جمهور رئیس بارک اوباما د ٢٠٠٨ کال د انتخاباتي مبارزې د اساسي ژمنو څخه وه. ښاغلي اوباما په تیرو اتو کلونو کې تل هڅه کړې هر ډول چې وي دا زندان وتړي. خو د کانگرس روان مخالفت ته په کتلو سره داسې نه بریښي چې هغه به وکړای شي د خپل حکومت په څو پاتیو میاشتو کې دغه زندان په بشپړه توگه وتړي.

د گوانتنامو زندان د امریکا پر متحده ایالاتو باندې د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د ١١ بریدونو وروسته زپه ٢٠٠٢ کال کې د جورج ډبلیو بوش د جمهوري ریاست په دوره کې پرانستل شو. په دې زندان کې یو وخت ٨٠٠ تنه بندیان وو چې په عمده توگه د سپتمبر د ١١ په بریدونو باندې تورن شوي وو.

XS
SM
MD
LG