د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پر کاناډایي محصولاتو ۵۰ سلنه تعرفې ولګولې

واشنګټن له اوتاوا سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د یوه سوداګریز تړون د ترلاسه کیدو د خبرو اترو د ناکامېدو خبر ورکړ.

د امریکا د سوداګرۍ استازي، جیمسن ګریر، د شنبې په ورځ (اګست ۲۲) د سهار په لومړیو ساعتونو کې په ایکس ټولنیزې شبکې کې په یوه پیغام کې وویل: "کانادا د دې اونۍ په پیل کې د منل شویو شرایطو له مخې د سوداګریز تړون له نهایي کولو څخه ډډه وکړه. "

ګرییر وویل که څه هم متحدو ایالتونو د امریکا بازارونو ته د هر صادرونکي هیواد لپاره د غوره رفتار شرایط وړاندې کړل خو نوې غوښتنې او له ټولو ژمنو څخه د کاناډا شاتګ، هغه مسایل چې په تیرو ورځو کې پرې هوکړه شوه وه، ګډوډ کړل.

د دې خبرو اترو له ناکامېدو وروسته، د امریکا لخوا د شنبې له ورځې څخه پر ځینو کاناډايي توکو د پنځوس سلنه تعرفو لګول پیل شول، هغه تعرفې چې ټاکل شوې وه د اګست د ۱۸مې نېټې د سه‌شنبې له ورځې څخه پلي شوي وای، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له کاناډا سره په سوداګریزو خبرو کې له پرمختګ وروسته دغو تعرفې د دریو ورځو لپاره وځنډولې.

د هغو کاناډايي توکو ارزښت چې متحده ایالاتو پرې ۵۰ سلنه تعرفې لګولې دي، شاوخوا ۲۰ میلیارده ډالرو ته رسېږي، دا هغه اقدام دی چې د دوو ګاونډیانو ترمنځ به سوداګریزې اړیکې لا ډېرې کړکېچنې کړي.

د کاناډا لومړي وزیر، مارک کارني وویل: "ما پرېکړه وکړه چې له متحده ایالاتو سره سوداګریزې خبرې ودروم او خپلو مذاکره کوونکو ته مې امر وکړ چې اوټاوا ته بېرته راشي."

کارني په يوه پيغام کې چې په ايکس حساب يې خپور کړی، واشنګټن تورن کړی چې د خبرو اترو په وروستيو شېبو کې يې "نا عادلانه او غير اقتصادي" وړانديزونه مطرح کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG