د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا استازو مجلس اوکراین، اسرائیل او تایوان ته ۹۵میلیارد ډالر مرسته منظوره کړه


د متحده ایالاتو د کانګرس استازو مجلس غړیو شنبه اپریل ۲۰ (غوایي لومړۍ) د اوکراین، اسرائیل او تایوان لپاره د ۹۵ ملیاردو ډالرو بهرنیو مرستو لایحه منظوره کړه چې دموکراتانو او جمهوري غوښتونکو دواړو یې ملاتړ کړی.

په دې لایحې کې تر ټولو ډیرې پیسې اوکراین ته بیلې شوې چې د روسیې د یرغل په مقابل کې جنګیږي او جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي او د نړۍ ګڼ شمیر مشرانو څو ځله د کانګرس څخه د دې مرستو منظورولو غوښتنه کړې وه.

په لایحې کې د اوکراین لپاره ۶۱ میلیارده، اسرائیل ته ۲۶ میلیارده چې د غزې په شمول د جګړې په سیمو کې د ملکیانو سره بشري مرستې هم پکې شاملې دي او د هند – آرام سمندر د سیمې لپاره ۸ میلیارد ډالر بیل شویدي.

د استازو مجلس مشر جمهور غوښتونکي مایک جانسن دا څلور لایحې په جلا جلا ډول په دې خاطر ترتیب کړې وې چې د منظوریدو څخه وروسته یوه لایحه ترې جوړه شي او په دې اړه مخالفت پای ته ورسیږي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن دلایحې تر منظوریدو وروسته وویل چې د استازو مجلس دواړو ګوندونو د دې لایحې په منظوریدو سره نړۍ ته د متحده ایالاتو د رهبرۍ قوت ښودلو په خاطر ښکاره پیغام ورکړ.

ښاغلي بایډن همدارنګه وویل چې د ملي امنیت دې لایحې منظوریدو لپاره یې د څو میاشتو راهیسې کار کړی و.

د جمهور رئیس په اعلامیې کې ویل شوي: " زه له سنا هم په ټینګه غواړم چې ژر دا لایحه زما تر میز پورې را ورسوي چې لاسلیک او په قانون بدله کړم او مونږ وکړی شو چې ژر تر ژره وسلې او مهمات اوکراین ته واستوو چې د جګړې په ډګر کې د هغوي اړتیاوې پوره شي."

د استازو په مجلس کې اکثریت د جمهوري غوښتونکو خو د سنا په مجلس کې بیا د جمهور رئیس جو بایډن یموکرات ګوند ډیرې څوکۍ لري او د دې لایحې منظوریدل هیڅ کوم خنډ په مخکې نه لري.

د سنا په مجلس کې د اکثریت ګوند مشر چک شومر هم په یوې اعلامیې کې ویلشي چې دا مجلس به د سه شنبې په ماسپښین د دې لایحې پاتې کار خلاص کاندي. د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي هم د متحده ایالاتو د کانګرس غړیو څخه ددې لایحې منظوریدو په خاطر مننه کړې.

ښاغلي زیلینسکي په یوې اعلامیې کې چې د اکس په شبکې کې یې خپره کړې په ځانګړې توګه د استازو مجلس مشر مایک جانسن څخه مننه کړې او لیکلي یې دي چې پدې پریکړې سره یې " تاریخ سم لوري خوا ته سوق کړ".

په عین حال کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي چې د متحده ایالاتو د کانګرس لخوا اوکراین، اسرائیل او تایوان ته په نظامي مرستو ورکولو سره "په ټولې نړۍ کې کړکیچ پراخوي".

د استازو مجلس مشر مایک جانسن په یوازې توګه د اوکراین سره د نظامي مرستو په لایحې د رایه ګیرۍ سره په لومړي سر کې مخالفت درلود او د جمهور رئیس جو بایډن څخه یې غوښتي و چې تر رایه ګیرۍ وړاندې باید د مکسیکو – متحده ایالاتو په جنوبي سرحد کې د غیر قانوني کډوالو د راتګ ستونزه حل کاندي.

خو په اسرائیل د ایران د توغندیو او ډرون الوتکو بریدونو څخه وروسته، ښاغلي جانسن په سمدستي توګه د اسرائیل سره د متحده ایالاتو ملاتړ څرګند کړ.

هغه پرته لدې چې د ایران د برید یادونه وکړي، تیره دوشنبه اپریل ۱۵ یې خبریالانو ته وویل چې په نړۍ کې د ځینو پیښو له کبله چې "مونږ ټول ورته په دقیقه توګه متوجه یو، او نړۍ هم ګوري چې مونږ څه ډول غبرګون ښیو".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG