د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د دیموکرات ګوند تر بریالي کیدو او د استازو په مجلس کې د اکثریت تر ګټلو وروسته، تمه کیږي چې د یاد ګوند تجربه لرونکې څیره، حکیم جفریز د یاد مجلس د لومړي تور پوستي مشر په توګه وټاکل شي.
د امریکا د استازو مجلس رئیس د دولت یو جګپوړی چارواکی دی او د مجلس د مشري تر څنګ، د قانون جوړونې او د چارو د ادارې په برخه کې مهم مسوولیتونه لري.
د امریکا د مشرتابه په جوړښت کې د استازو جرګې رئیس کوم مقام لري؟
د ۱۹۴۷ کال د ولسمشرۍ د ځایناستي قانون له مخې، د استازو جرګې رئیس د ولسمشرۍ د ځایناستې په ترتیب کې له مرستیال ولسمشر وروسته دویم مقام لري.
دا په دې معنا ده چې د استازو جرګې رئیس یوازې هغه وخت د امریکا ولسمشر کېدای شي چې ولسمشر او د هغه مرستیال په یوه وخت کې د خپلې دندې د ترسره کولو توان ونه لري.
د استازو جرګې د رئیس نور مسوولیتونه څه دي؟
د استازو جرګې رئیس د جرګې غونډې پرانیزي او پای ته یې رسوي، د جرګې مشري کوي او بحثونه رهبري کوي، د مناظرو پر مهال د منځګړي په توګه دنده ترسره کوي او د جرګې د کاري بهیر او کړنلارو د تنظیم مسوولیت پر غاړه لري.
نوموړی هغو غړو ته د خبرو اجازه ورکوي چې غواړي د جرګې په غونډه کې وینا وکړي او د مشرتابه د څټک په کارولو سره د جرګې نظم او چارې سمبالوي.
د جرګې رئیس نویو ټاکل شوو او بیا ټاکل شوو غړو ته د لوړې مراسم هم ترسره کوي، که په ډلهییزه توګه وي او که په انفرادي ډول.
همدارنګه، هغه ځانګړې کمېټې او پلاوي ټاکي چې د قانون جوړونې د بهیر له لارې د قانوني مسودو په چمتو کولو، څېړنو او استعماعیه غونډو کې دنده ترسره کوي.
سربېره پر دې، د استازو جرګې رئیس په جرګه کې د خپل ګوند مشر هم وي.
ایا د استازو جرګې رئیس د ټولو بحثونو مشري کوي؟
د جرګې رئیس د مهمو غونډو مشري کوي، خو د نورو ډېرو بحثونو د اداره کولو لپاره د جرګې نورو غړو ته دندې هم سپاري.
ایا د استازو جرګې رئیس رایه ورکوي؟
د جرګې رئیس د نورو غړو په څېر د رایې ورکولو مساوي حق لري.
خو د دود له مخې، هغه یوازې د مهمو قوانینو په اړه د رایې ورکولو او یا د مساوي رایو د ماتولو پر مهال رایه ورکوي. البته، داسې هېڅ قانون نشته چې هغه د هرې قانوني طرحې یا وړاندیز په اړه له رایې ورکولو څخه مستثنا کړي.
د استازو جرګې د رئیس کاري دوره کله پیلېږي؟
د استازو جرګې رئیس د کانګرس د نوې دورې په لومړۍ ورځ ټاکل کېږي. د ټاکنو مشري د جرګې مخکینی رئیس یا د جرګې منشي کوي.
دا ټاکنې معمولاً د جنورۍ په درېیمې نېټې کیږي، خو د قانون له لارې بلې نېټې ته هم لېږدول کېدای شي، په ځانګړې توګه که دغه ورځ د یکشنبې له ورځې سره برابره شي.
د استازو جرګې غړي کولای شي د رئیس په توګه د جرګې هر غړی وټاکي، که څه هم غړي معمولاً د خپل ګوند له دریځ سره سم د خپل ګوند نوماند ته رایه ورکوي.
د رئیس ټاکنې څنګه ترسره کېږي؟
د استازو جرګې ۴۳۵ غړو څخه هر یو، یا هغه غړي چې په غونډه کې حاضر وي، د نومونو د پرلهپسې لوستلو پر مهال د خپلې خوښې د نوماند تخلص په لوړ غږ اعلانوي.
دغه دود په ۱۸۳۹ کال کې پیل شو، په داسې حال کې چې تر هغه مخکې د جرګې د رئیس د ټاکلو لپاره د رای پاڼو له لارې ټاکنې ترسره کېدې.
یو نوماند د بریا لپاره څومره رایو ته اړتیا لري؟
نوماند باید ساده اکثریت رایې ترلاسه کړي؛ یعنې د کانګرس له ۴۳۵ غړو څخه لږ تر لږه ۲۱۸ یا زیاتې رایې خپلې کړي.
د رایې ورکولو له پای ته رسېدو وروسته څه پېښېږي؟
له رایې ورکولو وروسته ټولې رایې شمېرل کېږي او د جرګې مخکینی رئیس یا د غونډې مخکښ چارواکی د ټاکنو پایله اعلانوي.
بیا د جرګې د غړو یوه کمېټه ګمارل کېږي څو نوی ټاکل شوي رئیس د وینا لپاره د رئیس څوکۍ ته بدرګه کړي.
وروسته د جرګې تر ټولو مشر او په عمر پوخ غړی نوي رئیس ته د لوړې مراسم ترسره کوي. له دې وروسته سنا او سپینې ماڼۍ ته د نوي رئیس د ټاکل کېدو رسمي خبر استول کېږي.
کانګرس لومړی ځل کله د استازو جرګې رئیس وټاکه؟
د استازو جرګې لومړی رئیس فریډریک اې مولنبرګ (Frederick A. Muhlenberg) و، چې د پنسلوانیا ایالت استازی و او د ۱۷۸۹ کال د اپرېل په لومړۍ نېټه وټاکل شو.
له هغه وخت راهیسې په ټولیز ډول ۵۶ کسانو په پرلهپسې توګه د جرګې د ریاست دنده ترسره کړې ده.
که حکیم جیفریز وټاکل شي، نو د کانګرس د ۱۲۰مې دورې ۵۷م رئیس به شي.
هغه به د جمهوريغوښتونکي ګوند د غړي مایک جانسن ځای ونیسي، چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د استازو جرګې مشري کوي.
د احتمالي نوي رئیس په اړه څه معلومات لرو؟
حکیم جیفریز په نیویارک کې زېږېدلی او په ۲۰۱۲ کال کې د کانګرس غړی وټاکل شو. هغه د نیویارک د کانګرس د اتمې حوزې استازیتوب کوي.
نوموړی له ۲۰۲۳ کال راهیسې په استازو جرګه کې د ډیموکراتانو د مشر او د اقلیت د مشر په توګه دنده ترسره کوي.
هغه د نیویارک ایالت په بېنګهمټن پوهنتون کې د سیاسي علومو زده کړې کړې او د لیسانس سند یې ترلاسه کړی دی. همدارنګه یې د جورج ټاون پوهنتون څخه د عامه پالیسۍ په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی.
جیفریز د نیویارک پوهنتون د حقوقو له پوهنځي څخه د ډاکترۍ سند ترلاسه کړی دی. نوموړي په همدې پوهنتون کې د حقوقو د علمي څېړنې په برخه کې هم کار کړی دی.
فورم \ دبحث خونه