د لاس رسي وړ اتصالات

د متحده ایالاتو د استازو مجلس مشر د تایوان د جمهور رئیسې سره ګوري


د تایوان جمهور رئیسې په نیویارک کې یوې غونډې ته وینا وکړه او ټاکل شوې د چارشنبې په ورځ به د استازو مجلس د مشر سره په کلفورنیا کې وګوري.
د تایوان جمهور رئیسې په نیویارک کې یوې غونډې ته وینا وکړه او ټاکل شوې د چارشنبې په ورځ به د استازو مجلس د مشر سره په کلفورنیا کې وګوري.

د متحده ایالاتو د استازو مجلس مشر کیون مکارتي دوشنبه اپریل ۳ (وري ۱۴) تائید کړه چې د چارشنبې په ورځ به د تایوان د جمهور رئیسې تسای انګ وین سره د کلفورنیا په ایالت کې وګوري.

د دې ملاقات د تائید کیدو څخه وړاندې چین جدي خبرداری ورکړی و چې ښاغلی مکارتي پدې ملاقات کولو د "اور سره لوبې" کوي.

د تایوان جمهور رئیسه په مرکزي امریکا کې ده. هغې د ګواتیملا د مشرانو سره وکتل او ټاکل شوې چې متحده ایالاتو د تګ څخه وړاندې د بیلیز د مشرانو سره هم وګوري.

د کیون مکارتي د دفتر لخوا په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې جمهوري غوښتونکي او دموکراتان د دې ملاقات ملاتړ کوي او د لاس انجلس ښار سره نږدې د رونالډ ریګن په کتابتون کې به ترسره شي.

د مکارتي څخه وړاندې د استاز مجلس مخکنۍ مشره ننسي پلوسي تایوان ته ولاړه چې په غبرګون کې یې چین د تایوان سره نږدې خپل تر ټولو پراخ نظامي تمرینات وکړل.

د کیون مکارتي ملاقات سره لدې چې د تایوان سره د متحده ایالاتو ملاتړ څرګندوي خو چین ښایي پدې ملاقات هغومره جدي غبرګون ونه ښیي لکه د میرمن پلوسي په ملاقات یې چې څرګند کړی و.


په عین حال کې په واشنګټن کې د چین شاردافیرې تیره اوونۍ خبریالانو ته وویل چې امریکا ته د تایوان د مشرانو راتګ او یا تایوان ته د امریکایي مشرانو په تګ سره واشنګټن د "جدي تقابل" خطر پیدا کوي.
د چین دې چارواکې تایوان ته د استازو د مجلس د پخوانۍ مشرې ننسي پلوسي تګ ته په اشارې سره د متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې د تایوان په هکله دې د "اور سره لوبې کول نه تکراروي".

چین تر دې وړاندې هم خبردرای ورکړی و که د تایوان ولسمشره متحدو ایالتونو ته په خپل سفر کې د امریکا د استازو مجلس له رئیس سره ملاقات وکړي، بیجینګ به هم لاس پکار شي.

بیجینګ خبرداری ورکړی چې د تایوان د ولسمشري او د امریکا د استازو مجلس د مشر د هر ډول ملاقات مخالف دی او که دا ملاقات، وشي پر ضد به یې "پریکنده اقدامات" وکړي.

چین د تایوان د دموکراتیک ټاپو د ملکیت ادعا لري او دا یې هم ویلي که اړتیا یې شي د نیولو لپاره به یې د زور څخه کار واخلي. د بیجنګ د "یو چین پالیسۍ" پر اساس هیڅ یو هیواد نشي کولی چې د بیجنګ او تایپي سره په یو وخت کې رسمي اړیکې ولري.


متحده ایالات تایوان خپل تر ټولو مهم متحد بولي او د وسلو تر ټولو ستر اکمالوونکی یې دی.

د هغه قانون له مخې چې د متحده ایالتو کانګرس د تایوان څخه د ملاتړ لپاره تصویب کړی امریکا د تایوان خپلواکي په رسمیت نه پیژني خو ژمنه ده چې له دغې جزیرې سره د خپلې دفاع په برخه کې مرسته وکړي. متحده ایالات اوسمهال تایوان ته د دفاعي تجهیزاتو ستر برابرونکی هیواد دی.

XS
SM
MD
LG