د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا حکومت: پاکستان د پي ټي اېم مشران وځپل


منظور پښتین د فبرورۍ په ۲۴مه د ډېره اسماعیل خان له زندان څخه خوشې شو
منظور پښتین د فبرورۍ په ۲۴مه د ډېره اسماعیل خان له زندان څخه خوشې شو

د امریکا حکومت د لومړي ځل لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) پر وړاندې د پاکستان د حکومت کړنې رابرسېرده کړې دي.

د بهرنيو چارو وزارت د ۲۰۱۹ کال د بشري حقونو په کلني راپور کې لیکلي چې د پاکستان په ټولو برخو کې خلک برمته یا تري تم شوي دي.

دغه راپور چې د سې شنبې په ورځ مارچ ۱۱مه (کب ٢١مه) خپور شوی دی، زیاتوي چې د خړکمر له پېښې څخه وروسته، د پاکستان حکومت د " پښتون ژغورنې غورځنګ وځاپه" او ددغې ډلې "جګپوړي رهبران" یې توقیف کړل.

د راپور له مخې، د پي ټي اېم مشرانو وکولی شول چې د خپلو ملګرو د نیولو لسګونه قضیې په محکمه کې وننګوي.

د تیرکال د مي په میاشت کې د شمالي وزیرستان په خړکمر کې پاکستاني پوځیانو د پي ټي اېم پر فعالانو ډزې وکړې. د راپورونو په اساس، په دغې خونړۍ پېښې کې ۱۳ کسان ووژل شول او څه باندې ۲۵ تنه ژوبل شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور له مخې، د پاکستان حکومت منلې چې پي ټي اېم "مشروع شکایتونه" لري خو ځینې بهرني قدرتونه یې د قومي بیلوالي لپاره د وسیلې په توګه کاروي.

د بشري حقونو ادارو راپور ورکړی چې پاکستاني چارواکو د پښتنو فعالان او سندي او بلوڅ ملتپال له "دلیل او حکم" پرته تري تم کړي یا نیولي دي.

د پاکستان حکومت د پي ټي اېم مشر منظور پښتین د روان کال د جنورۍ په ۲۷مه نېټه ونیوه.

پښتین په پاکستان او افغانستان کې له پراخو مظاهرو او نورو فشارونو وروسته، د فبرورۍ په ۲۴مه د ډېره اسماعیل خان له زندان څخه خوشې شو.

د راپور لیکونکو لیکلي چې په ۲۰۱۹ کال کې په ټول پاکستان کې د خلکو برمته کول او تري تم کول روان و.

د اکټوبر په میاشت کې پاکستان کې یوه کمېسیون ویلي چې دوي ته ۵۹۳ قضیې رسیدلي او په ۲۰۱۸ کال کې ۱۰۹۸ شکایتونه ثبت شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو په راپور کې راغلي چې چارواکو د پي ټي ایم پر ضد خپلو هڅو ته ادامه ورکړه او پدې ترڅ کې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال آصف غفور اعلان وکړ چې د پي ټي اېم "وخت پای ته رسیدلی دی". د پي ټي اېم مشران وایې چې دوي به د پښتنو د حقونو دخوندیتابه لپاره به خپلو مبارزو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG