د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د امریکا د مهاجرت قانون باید "صادقانه د محبت قانون" وي


ولسمشر ټرمپ د خپلو پروګرامونو په تطبیق کې د دیموکراتانو ملاتړ "حیاتي" بولي.
ولسمشر ټرمپ د خپلو پروګرامونو په تطبیق کې د دیموکراتانو ملاتړ "حیاتي" بولي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مهاجرت په قانون کې د یو لړ مصلحتونو او جوړجاړیو منلو ته علاقه ښودلې ده.

ولسمشر ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د سې شنبې په ورځ [جنورۍ ۹] د کانګرس له یو شمیر جمهوریت غوښتونکو او دیموکرات غړو سره په یوې غونډې کې د امریکا د سرحدونو پر خوندي کولو، زنځیري مهاجرتونو، ګرین کارت او د ماشومانو پر وړاندې د اقدام د ځنډولو پروګرام (داکا) په اړه بحث او خبرې وکړې.

د امریکا ولسمشر د ټاکنو په کمپاینونو کې ژمنه کړې وه چې امریکا ته هر ډول مهاجرت به قانوني کوي او له مکسیکو سره په سرحد کې یو لوي دیوال جوړوي.

ولسمشر ټرمپ د خپلو پروګرامونو په تطبیق کې د دیموکراتانو د ملاتړ لرل "حیاتي" وباله.

سپینه ماڼۍ د مهاجرت قانون د تصویب لپاره په کانګرس کې د دیموکراتانو ملاتړ ته سخته اړتیا لري.

ولسمشر ټرمپ د مهاجرت قانون ته په اشارې وویل چې "صادقانه دا قانون باید د محبت قانون وي."

د حکومت او کانګرس د غړو ترمنځ په غونډه کې دواړو لوریو د هغو ۸۰۰ زرو مهاجرینو پر برخلیک هم خبرې وکړې چې په امریکا کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. ولسمشر ټرمپ دارنګه ټینګار کوي چې د ګریت کارت پروګرام باید ختم شي.

په ورته وخت کې، ښاغلي ټرمپ وویل، لیواله دی چې د امریکا پر جنوبي پوله د یو دیوال جوړول پیل کړي او په دې ډول د خپل کمپاین یوه اساسي ژمنه پوره کړي.

ټرمپ: د امریکا د مهاجرت قانون باید "صادقانه د محبت قانون" وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00

XS
SM
MD
LG