د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د منځمهالو ټاکنو دمخه د کډوالو په اړه سیاسي اختلافاتو زور اخیستی


په امریکا کې د فلوریډا او ټکزاس ایالتونو جمهوري غوښتونکي والیان له ډېره وخته راهیسې هڅه کوي د جنوبي سرحد له لارې متحده ایالاتو ته د لاتینې امریکا د راتلونکو کډوالو د بې ساري شمېر مسئلې ته پام واړوي.

دوی دغه سیاسي پناه غوښتونکي کډوال پایتخت واشنګټن ډي سي، نیویارک او د امریکا نورو هغو سیمو ته لیږي، چیرې چې دیموکراتان واکمن دي. امریکا ته د کډوالو راتګ ددغه هېواد د راتلونکې اونۍ په منځمهالو ټاکنو کې مهمه موضوع ګڼل کیږي.

له کډوالو ډک بسونه له څه مودې راهیسې نیویارک ښار ته رارسیږي. ددغو کډوالو دپاره چې شمېر یې زرګونو ته رسیږي، دا سفر له خطرونو خالي ندی. له خپلې مېرمن او کوچنۍ لور سره له وینزویلا راغلی یو کډوال پر لار د سختیو او له وېروونکو ځنګلونو د تېرېدو کیسه کوي او وايي نږدې وه چې لور یې په سیند کې ډوبه شي.

د کډوالو کورنۍ نیویارک ته په رسېدو خوښې دي. دوی د ډیری نورو کډوالو په څېر، وايي د خپلو اولادونو د ښه راتلونکي دپاره راوتلي دي.

د امریکا د جنوبي ایالتونو والیان وايي، فدرالي حکومت د کډوالو د زیاتېدونکي شمېر مخنیوی نه کوي او ددې مسئلې د مطرح کولو دپاره دوی مجبور شوي چې په زرګونو دغه پناه غوښتونکي کډوال د دیموکراتانو تر کنټرول لاندې سیمو ته ولیږي.

د فلوریډا والي، ران ډیسانټیس وویل: "زموږ ایالت د کډوالو پناهځای نه دی. [د کډوالو دپاره] غوره ده هغو سیمو ته ولاړ شي چې دوی ته پناه ورکوي. موږ د دوی د لېږد په برخه کې مرسته کوو ترڅو نورو بهتره سیمو ته ولاړ شي."

سپینې ماڼۍ پر جمهوري غوښتونکو چارواکو تور لګولی چې کډوال د سیاسي وسیلې په توګه کاروي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې، کرین ژان پییر وویل: "جمهوري غوښتونکي والیان د کډوالو د تنظیمولو په چارو کې مداخله کوي. له کډوالو څخه د سیاسي وسیلې په توګه استفاده کول د شرم وړ ده."

خو جمهوري غوښتونکي مشران استدلال کوي چې له دې لارې غواړي هغو مسئلو ته د امریکایانو پام واړوي چې دوی ورسره په خپلو ایالتونو کې مخ دي.

د کولمبیا پوهنتون استاده ایسټر فوکس وايي: "دا یوه سیاسي لوبه ده چې د ډیموکراټانو د شرمولو دپاره ډیزاین شوې. حقیقت دا دی چې دا یوه ملي مسئله ده. فدرالي حکومت باید هغو سیمو ته زیات امکانات برابر کړي چې پناه غوښتونکي مني."

له ۱۸ زرو زیات کډوال تر اوسه نیویارک ته رسېدلي او د ښار سرپناوې ډکې شوي دي. د نیویارک اوسېدونکو د ښار د ډیموکراتو مسئولینو د هغه تصمیم په اړه چې غواړي کډوالو ته په هوټلونو کې ځای ورکړي، بېلا بېل غبرګونونه ښودلي دي.

ددغه ښار یوه اوسېدونکي وویل: "موږ څه وکړو، پرېږدو چې پر سرکونو مړه شي؟ دوی اوس دلته راغلي، نو موږ یې باید تر خپلې وسې چاره وکړو."

د نیویارک بل اوسېدونکی بیا مخالف دریځ لري او وايي: "دا په حقیقت کې سیاسي حرکتونه دي. قانوني او غیرقانوني کډوال را روان دي او د هېواد هغه امکانات استعمالوي چې پخپله امریکایانو ته بسنه نه کوي."

آیا ددغو کډوالو موضوع به په امریکا کې پر رایه ورکوونکو اغېز ولري؟

د کولمبیا پوهنتون د استادې، مېرمن فوکس په اند، ډیر احتمال لري چې د رایه اچوونکو دپاره د کډوالۍ پر ځای د امنیت او اقتصاد مسئلې ډیرې مهمې وي.

امریکایان د نومبر پر اتمه خپلې رایې کاروي. د کډوالو زیاتېدونکی شمېر او په دې اړه د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو وېشلي دریځونه به ددغه هېواد د یوې سیاسي ستونزې په توګه پاتې وي.

XS
SM
MD
LG