د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ ادارې دریځ: د لنډمهال د خوندي وضعیت کډوال دې یا دایمي قانوني اسناد برابر کړي، یا دې هیواد پرېږدي

 د کورني امنیت وزیر، مارک وین مولین
د کورني امنیت وزیر، مارک وین مولین

د ټرمپ اداره وایي، هغه کډوال چې په متحده ایالتونو کې د لنډمهالي خوندي وضعیت یا TPS له مخې پدې هیواد کې ژوند کوي، باید یا د دایمي قانوني استوګنې لپاره غوښتنلیک وړاندې کړي او یا هم خپلو هېوادونو ته د ستنېدو لپاره چمتووالی ونیسي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا سترې محکمې په یوې وروستۍ پرېکړه کې حکومت ته اجازه ورکړه چې د سلګونو زرو کډوالو لپاره د بشري خوندیتوب د پای ته رسولو بهیر پر مخ یوسي.

د ټرمپ اداره وایي، د لنډمهالي خوندي وضعیت یا TPS پروګرام هېڅکله هم د دې لپاره نه و جوړ شوی چې خلکو ته په متحده ایالتونو کې دایمي استوګنه ورکړي.

د کورني امنیت وزیر، مارک وین مولین، د CNN د ستیت اف دې یونین پروګرام سره په خبرو کې وویل، هغه کسان چې اوس د TPS یا لنډمهالي خوندي وضعیت تر چتر لاندې خوندي دي، که د دایمي استوګنې قانوني شرایط پوره کوي، باید د هغې لپاره اقدام وکړي، او که نه، د امریکا پرېښودو ته دې چمتو شي.

د تېرې اوونۍ د امریکا د سترې محکمې پرېکړې د حکومت دې دریځ ته قانوني ملاتړ ورکړ، ځکه محکمې اجازه ورکړه چې حکومت د ځینو ډلو لپاره د TPS د پای ته رسولو بهیر پر مخ یوسي.

ښاغلي مولین وویل " دا کسان دې یا اړین اسناد بشپړ کړي او د دایمي قانوني وضعیت له مخې دې په امریکا کې پاتې شي، او یا به موږ ورسره مرسته وکړو چې خپل هېواد ته بېرته ستانه شي.

هغه وویل دوِي ته به د الوتکې ټکټ هم برابر شي او شاوخوا دوه زره او سل ډالر به هم ورکړشي، څو هلته خپل ژوند بېرته پیل کړي. خو لنډمهالی خوندي وضعیت، لکه څنګه چې محکمې هم پریکړه کړې او نوم یې هم دا څرګندوي، چې دا یو دایمي قانوني وضعیت نه دی."

د لنډمهالي خوندي وضعیت پروګرام په ۱۹۹۰ کال کې د امریکا کانګرس له خوا رامنځته شو. دغه پروګرام د امریکا حکومت ته اجازه ورکوي چې هغو بهرنیو وګړو ته، چې له وړاندې په امریکا کې اوسیږي، که د هغوی په هېوادونو کې جګړه، طبیعي افتونه یا نور استثنايي شرایط د هغوی خوندي ستنېدل ناشوني کړي نو لنډمهاله قانوني خوندیتوب او د کار اجازه ورکړي.

دا پرېکړه ښايي پر سلګونو زرو کډوالو اغېز وکړي، چې په هغوی کې د هایټي او سوریې ګڼ شمېر وګړي هم شامل دي، خو تمه کېږي چې د پراخو ایستلو له پیل مخکې به نورې حقوقي چارې هم ترسره شي.

د حکومتي شمېرو له مخې، اوس مهال د ۱۷ هېوادونو شاوخوا یو اعشاریه اووه میلیونه کسان د لنډمهالي خوندي وضعیت له امتیازه برخمن دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG