د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ‌ د استیضاح دویمه تاریخي محکمه نن سه شنبه پیلیږي


دونالډ ټرمپ د امریکا په تاریخ کې لومړی ولسمشر دی چې په یوې دورې کې دوه ځلې استیضاح کیږي
دونالډ ټرمپ د امریکا په تاریخ کې لومړی ولسمشر دی چې په یوې دورې کې دوه ځلې استیضاح کیږي

د امریکا د متحدو ایالتونو د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ د استیضاح محکمه نن سه شنبه فبروري ۹ (سلواغه ۲۱) پیلیږي.

د استیضاح دغه تاریخي محکمه په سنا کې ده چې شاوخوا یوه اونۍ به دوام کوي.

د جنورۍ په شپږمه نېټه د ښاغلي ټرمپ سلګونو معترضو پلویانو د کانګرس پر ودانۍ برید کړی و. ټرمپ تورن دی چې خلک یې پارولي دي. په دغې پېښې کې شپږ تنه ووژل شول.

د سنا ټول غړي به د ښاغلي ټرمپ پر ضد دعوه واوري. ډیری دغه سناتوران پر ګانګرس د برید پر مهال په ودانۍ کې دننه وو او هر څه یې په خپلو سترګو لیدلي دي.

د ولسمشر ټرمپ د محکوم کېدو لپاره د سنا دوه په درېیمه برخه باید د هغه په ضد رایه ورکړي. ګمان کیږي‌ چې په سنا کې به ټول ۵۰ دموکراتان د ښاغلي ټرمپ پر ضد رایه ورکړي، خو د هغه د محکوم کېدو لپاره د ۱۷ جمهوري غوښتونکو رایه ضروري‌ ده. سنا ۱۰۰ غړي لري.

دموکراتانو له ښاغلي ټرمپ څخه غوښتي وو چې محکمې ته حاضر شي،‌ خو هغه دا غوښتنه رد کړه.‌ د هغه مدافع وکیلان به حاضر وي‌ چې دفاع یې وکړي.

دونالډ ټرمپ د امریکا په تاریخ کې لومړی ولسمشر دی چې په خپلې یوې دورې کې دوه ځلې استیضاح کیږي. اول ځل تر انتخاباتو مخکې استیضاح شو،‌ په هغه تور و چې د اوکراین له ولسمشر څخه یې غوښتي وو چې د جوبایډن د زوی د اړیکو په اړه ورته معلومات ورکړي.

په همدې حال کې امنیتي‌ چارواکي وايي‌ چې د ښاغلي ټرمپ د محکمې پرمهال به زرګونه پولیس او امنیتي سرتېري په ښار کې فعالیت کوي.

چارواکي اندېښنه لري هسې نه ځینې هغه افراطي امریکایان چې د ولسمشرۍ د ټاکنو په نتایجو خوښ او راضي نه دي، کوم بد اقدام وکړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو پوځ اعلان کړی چې واشنګټن ډي سي ته د ملي ګارد ۲۷۰۰۰استول شویو غړو له ډلې به یې ۷۰۰۰د مارچ میاشتې تر نیمايي پورې هلته دیره وي.‌

XS
SM
MD
LG