د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوه اعلامیه کې ویلي چې واشنګټن د هغو ادارو او کسانو پر وړاندې اقدام کړی چې د هاوانا د پوځي اړیکو او کیوبا ته د وسلو د انتقال په اسانتیا کې رول لري.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د کیوبا کمونیستي رژیم د امریکا له خوا د ترهګرۍ د ملاتړي دولت په توګه پېژندل شوی او د دغه هېواد پوځي او استخباراتي جوړښتونه د امریکا پر ضد د جاسوسۍ، له تاوتریخوالي ډلو او ترهګرو سازمانونو څخه د مادي ملاتړ او د امریکا په پولو او سیاسي نظام کې د مارکسیستي ایډیالوژۍ د خپرولو لپاره کاروي.
د اعلامیې له مخې، د کیوبا پوځي او استخباراتي ادارې د کورني سرکوب او دولتي فساد له مهمو عاملانو څخه هم دي، په ځانګړي ډول د «ګروپو دې ادمینیستراسیون امپرېساریال» (GAESA) په نوم د شرکتونو د یوې ټولګې له لارې چې د دغه هېواد د پوځ تر مدیریت لاندې فعالیت کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت د ملي امنیت د خوندیتوب لپاره پر هغو ادارو او کسانو بندیزونه لګولي چې له بهرنیو هېوادونو سره د کیوبا د پوځي اړیکو او دغه هېواد ته د وسلو د انتقال زمینه برابروي.
مارکو روبیو ویلي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۶ کال د مې د لومړۍ نېټې د ۱۴۴۰۴ شمېرې اجرائیوي فرمان له مخې، چې «په کیوبا کې د ځپنې د مسوولانو او د امریکا د ملي امنیت او بهرني سیاست پر وړاندې د ګواښونو پر وړاندې د بندیزونو لګول» نومېږي، پنځه کیوبايي ادارې او اته کسان تحریم شوي دي.
د دغو کسانو او ادارو په اړه ویل شوي چې د کیوبا د انقلابي وسلهوالو ځواکونو او امنیتي ځواکونو لپاره د بهرنیو پوځي تجهیزاتو په پېرودلو کې ښکېل دي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د ولسمشر ټرمپ حکومت به د کیوبا د کمونیستي رژیم له لوري د امریکا ملي امنیت ته د متوجه ګواښونو د مخنیوي او د کیوبا د خلکو لپاره د ښه راتلونکي په موخه د اقتصادي او سیاسي اصلاحاتو د ملاتړ لپاره له ټولو شته وسایلو کار اخیستلو ته دوام ورکړي.
په پای کې ویل شوي چې د ولسمشر ټرمپ په وینا، امریکا به داسې «سرکښه دولت» ونه زغمي چې د امریکا له خاورې یوازې ۹۰ میله لرې دښمنانه پوځي، استخباراتي او ترهګریز بهرني فعالیتونه ترسره کوي.
فورم \ دبحث خونه