د لاس رسي وړ اتصالات

د کروناویروس تر سیوري لاندې د امریکا د خپلواکۍ کلیزې لمانځل


امریکایانو د جولای په څلورمه (چنګاښ ۱۴) د امریکا د متحده ایالاتو ۲۴۴مه کلیزه ولمانځله. د امریکا متحده ایالاتو په ۱۷۷۶ کال کې د بریتانیا نه خپله خپلواکي واخیستله.

د کروناویروس د ګواښ سربیره سپینې ماڼۍ په واشنګټن ډي سي کې د اورلوبې مراسم ترسره کړل.

د امریکا د کورنیو چارو وزارت ويیلي چې شاوخوا ۳۰۰ زره ماسکونه یې تیار کړي وو چې په واشنګټن ډي سي کې د اورلوبې لیدلو ته راغلو خلکو ته یې وویشي.

خو بیا هم د رپوټونو له مخې د تیرو کلونو په پرتله د نندارچیانو شمیر کم و.

د امریکا د کورنیو چارو وزارت همداشان وویل چې په واشنګټن ډي سي ښار کې د جولای د څلورمې نیټې په ماښام اور لوبه ‌یوه له سترو اورلوبو څخه وه.

مقاماتو نندارچیانو ته سپارښتنه کړې وه چې ټولنیز واټن مراعت کړي او هغوی چې واشنګټن ډي سي ته راغلي وو ماسکونه یې تړلي وو.

د امریکا متحده ایالات د کروناویروس د څه دپاسه دوه میلیونه او ۷۹۵ زره پیښو او د ۱۲۹۴۳۷ مړینو په درلودلو سره د نړۍ د هیوادونو د لست په سر کې ځای لري.

د واشنګټن ډي سي ښار ښاروال پرون د اورلوبې ترسره کیدو باندې انتقاد کړی او هغه یې د کروناویروس په ترڅ کې د روغتیایي لارښوونو خلاف بللې ده.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ او میرمن یې میلانیا ټرمپ د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ په سپینه ماڼۍ کې د یوې میلمستیا کوربه توب هم وکړ.

ښاغلي ټرمپ "امریکا ته د سلام" په نامه نوی دود یو ځل بیا ترسره کړ چې سږکال یې هدف د امریکایي پوځیانو درناوی و، خو هغه په خپله لنډه وینا کې ژمنه وکړه چې چپي سخت دریځو ته به ماتې ورکړي.

هغه وویل: "مونږ چپ اړخه افراطیانو، ورانکارو، اور اچوونکو، لوټمارانو او هغو کسانو ته د ماتې ورکولو په حال کې یو چې په مختلفو وختونو کې اصلاً نه پوهیدل چې څه کارونه کوي."

په تیرو کلونو کې به پدې ورځ واشنګټن ډي سي د رسم ګذشت، کنسرتونواو وړیا تفریحي پروګرامونو شاهد و، چې سږکال د کروناویروس د خپریدو په وجه دغه پروګرامونه ترسره نه شول.

سږکال ډیری امریکایانو د امریکا د خپلواکۍ ورځ په خپلو کورونو کې ولمانځله.

XS
SM
MD
LG