د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران لخوا د چورلکې نسکورول؛ ټرمپ وايي چې د 'اړتیا' له مخې باید د برید ځواب ورکړل شي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د ایران رژیم د امریکا د پوځ یوه اپاچي چورلکه چې د هرمز په تنګي کې یي ګزمه کوله، ویشتې ده.

ټرمپ د سه شنبې په ورځ [جون نهمه] په ټروت سوشل ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د چورلکې دوه پیلوټان خوندي دي او ژوبل شوي نه دي.

ولسمشر لیکلي: "متحده ایالات په د اړتیا له مخې باید دې برید ته ځواب ووايي."

تردې مخکې، د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په یوې اعلامیې کې لیکلي وو چې یوه اپاچي چورلکه یي د عمان سواحلو ته نږدې غورځېدلې ده.

سنټکام د سه شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې په چورلکه کې دوه سپاره کسان ژغورل شوي دي.

اعلامیه زیاتوي: "سرتېري په شاوخوا دوو ساعتونو کې په خوندي توګه ژغورل شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. د پېښې لامل تر څېړنو لاندې دی."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG