د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ پر ایران د امریکايي پوځیانو بریدونه لغوه کړل

د متحدو ایالتونو ولسمشر زیاته کړې چې یوې معاملې ته تر رسېدو پورې به د هرمز تنګي سمندري محاصره "په پوره قوت" دوام مومي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر زیاته کړې چې یوې معاملې ته تر رسېدو پورې به د هرمز تنګي سمندري محاصره "په پوره قوت" دوام مومي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې پر ایران يي د امریکايي پوځیانو د نن شپې بریدونه لغوه کړي دي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ [جون ۱۱مه] د ټروت سوشیل په ټولنیزې پاڼې کې لیکلي، "د دې حقیقت پر بنسټ چې د ایران اسلامي جمهوریت سره خبرې اترې د ایران لوړپوړي مشرتابه ته رسېدلي او تصویب شوې دي، ما د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر په توګه، نن ماښام پر ایران پلان شوي بریدونه او بمبارۍ لغوه کړې دي".

ولسمشر ټرمپ لیکلي چې له "نظري او تفصیلي پلوه" بحثونه د ټولو غاړو لخوا چې په هغه کې متحده ایالتونه، اسرائیل، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر، ترکیه، پاکستان، بحرین، کوېټ، اردن، مصر او نور شامل دي، منل شوي دي.

په همدې حال کې د متحدو ایالتونو ولسمشر زیاته کړې چې یوې معاملې ته تر رسېدو پورې به د هرمز تنګي سمندري محاصره "په پوره قوت" دوام مومي.

ټرمپ ویلي چې د هوکړې د "لاسلیکولو ځای او وخت" به وروسته اعلان شي.

تر دې مخکې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې امریکايي پوځیان به د پنجشنبې په شپه پر ایران سخت بریدونه وکړي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر زیاته کړې چې امریکايي پوځیان به په نږدې راتلونکي کې د ایران د خارګ ټاپو او د تېلو تاسیساتي مرکزونه ونیسي.

امریکايي پوځیانو د ایران لخوا د خپلې یوې اپاچي چورلکې د نسکورېدو په بدل کې په دوو پړاوونو کې د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو پر ایران یو لړ "دفاعې بریدونه" وکړل.

امريکا او اسرائیل د فبرورۍ په مياشت کې د ايران پر وړاندې ګډ پوځي عمليات پيل کړل څو له پولو څخه بهر د دغه رژيم ګواښوونکې پوځي وړتياوې کمې کړي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د چهارشنبې په ورځ په خپلې اېکس پاڼۍ کې لیکلي چې هېواد به يي "د هر ډول فشار یا ګواښ په وړاندې کلک ولاړ وي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG