د لاس رسي وړ اتصالات

سنټکام: د حماسي غضب عملیاتو وروسته د ایران په اقتصاد او پوځ فشار زیات شوی

د متحده ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) قوماندان، جنرال براد کوپر وایي چې د "حماسي غضب" د عملیاتو په ترځ کې ایران د ځواک د ښودلو وړتیا د پام وړ کمزورې کړې ده.

نوموړي د جمعې په ورځ (اکتوبر ۱۶) په یو ویډیويي پیغام کې چې د دې قوماندانۍ د ایکس په حساب خپور شوی، ویلي دي چې د دې ۳۸ ورځنيو عملیات په ترڅ کې، امریکایي ځواکونو د ایران سمندري کښتۍ ډوبې کړې او د وسلو جوړولو تاسیسات یې له منځه وړي دي.

کوپر وویل چې دې عملیاتو د مزایلو او بې پیلوټه الوتکو د توغو په برخه کې د ایران د سپاه پاسداران وړتیا محدوده کړې ده. د ښاغلي کوپر په وینا، د عملیاتو وروسته، له ۵۰ زرو څخه ډیر امریکایي سرتېري په منځني ختیځ کې ځای پرځای شوي دي.

ددغه امریکایي جنرال په وینا، د ایران بحري محاصره دوام لري او له بشري مرستو پرته، د سمندر له لارې د هغه هیواد د وارداتو او صادراتو مخه نیول شوې ده.

د سنټکام مشر وایي چې دغه قومندانۍ او متحدینو یې د شاوخوا ۲۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت د هغه هیواد د خامو تیلو د صادراتو مخه نیولې ده.

جنرال کوپر وویل، د امریکا شریکانو د کریپټوکرنسی په بڼه د ایران نږدې ۳۵۰ میلیونه ډالره ډیجیټل شتمنۍ کنګل کړې دي. د ښاغلي کوپر په وینا، د دغو اقداماتو موخه د وسله والو نیابتي ډلو، جرمي شبکو او ترهګریزو فعالیتونو د مالي سرچینو پرې کول دي.

کوپر وویل چې اقتصادي فشارونو د ایران پر دولتي کارکوونکو او پوځي پرسونل اغیز ورځې تر بلې تاثیر کړی دی. د هغه په وینا، د ایران حکومت د انرژۍ، صنعتي تولید او ساختماني سکتورونو کارکوونکو ته د معاشونو او تقاعد پیسو ورکول بند کړي دي.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ د مشر په وینا، مالي بې ثباتي سپاه پاسداران ته هم رسېدلې ده، هغه برخه چې د نوموړي په وینا، د خپلو کارکوونکو د معاشونو په ورکولو کې له ستونزو سره مخ ده.

کوپر یادونه وکړه څومره چې اقتصادي فشارونه زیات شوي، په سپاه پاسداران کې د ناهیلۍ نښې هم ډېرې شوې دي.

هغه دا هم وویل چې سپاه پاسداران د فبرورۍ راهیسې له ۲۰ څخه ډېر ملکي بېړۍ چلوونکي وژلي دي.

نوموړي وویل، د دغو بریدونو سره سره، په تېرو اوو ورځو کې شاوخوا ۴۰۰ سوداګریزې بېړۍ د هرمز تنګي څخه تېرې شوې دي.

کوپر وویل چې متحده ایالتونو او متحدینو یې په تېره اونۍ کې د خلیج له هېوادونو سره د ۱۰۰ میلیونه بیرلو څخه د زیاتو خامو تیلو په لېږدولو کې مرسته کړې ده.

د کوپر په وینا، په وروستیو میاشتو کې، د امریکا په مرسته د هرمز تنګي له لارې د لېږدول شویو خامو تیلو ټوله اندازه له ۱.۳ ملیارده بیرلو څخه زیاته ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG