د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي کومه هوکړه چې دی د ایران سره کوي، هغه به د اسرائیل د لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو لخوا ومنل شي.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ [جون اوومه] د فایننشل ټایمز ورځپاڼې سره د یوې ټېلیفوني مرکې په ترڅ کې ویلي چې نتنیاهو به بله چاره نه لري مګر دا چې هغه هوکړه ومني په کومې چې متحده ایالتونه او ایران سلا کوي.
ټرمپ زیاته کړې چې پدې اړه "اصلي پرېکړه کوونکی د متحدو ایالتونو ولسمشر" دی.
ولسمشر ټرمپ فایننشل ټایمز ته ویلي: "هغه [بنیامین نتنیاهو] به بل هېڅ انتخاب نه لري. دا زه یم چې پرېکړه کوم. ټولې پرېکړې زه کوم. هغه [نتنیاهو] پرېکړه کوونکی نه دی."
د متحدو ایالتونو ولسمشر د تهران سره د واشنګټن د احتمالي هوکړې په اړه په داسې حال کې تبصره کړې چې د ایران رژيم د یکشنبې په ورځ پر اسرائیل توغندي وتوغول.
د اسرائیل پوځ امریکا غږ ته منلې چې ایراني رژیم ۱۱ توغندي توغولي دي. پوځیانو ویلي چې ټول توغندي یي خنثي کړي دي.
د اسرائیل پوځ زیاته کړې چې د هېواد لوي درستیز د وضعیت په ارزولو بوخت دی او د "امر د رسېدو سره سم"، به برید ته ځواب ورکړل شي.
په همدې حال کې د اکسیوس شبکې د یوه امریکايي چارواکي په حواله خبر ورکړی چې د متحدو ایالتونو ولسمشر د اسرائیل د لومړي وزیر سره په ټېلیفون خبرې کړې دي. خبر کې راغلي چې ولسمشر ټرمپ، لومړي وزیر نتنیاهو ته ویلي چې پر ایران دې برید نه کوي.
فورم \ دبحث خونه