د لاس رسي وړ اتصالات

هیلري کلینټن د ایران د موافقې څخه ملاتړ وکړ


د ډیموکرات ګوند کاندیدې هیلري کلینټن د ایران د موافقې څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی او وايي چې که چیري ایران ددې موافقې خلاف عمل وکړي نو هغه به د جمهوري ریاست د ګټلو په صورت کې پر ایران باندې بندیزونه نافد کړي او جزا به ورکړي.

میرمن کلینټن وویل چې که چیري ایران هڅه وکړي چې اټمي وسلې ترلاسه کړي، نو هغه به په دې کې زړه نا زړه توب ونه ښيي چې د هغه هېواد پرضد پوځي اقدام وکړي.

میرمن کلینټن داسې وویل "آیا د ایران سره شوې موافقه په ټوله معنی کامله ده نه، البته چې نه ده. ددغو موافقو په شان هیڅ موافقه هم کامله نه وي خو که چیري دا وپوښتیْ چې آیا دا موافقه یوه قوي موافقه ده؟ بلی ده! او مونږ باید په هیڅ صورت کې دا موافقه د پامه ونه غورځوو. "

میرمن کلینټن د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ د شوې موافقې نه هغه مهال دفاع وکړه چې په عینی ورځ یې جمهوري غوښتونکي کاندید ډونالد ټرمپ په واشنګټن کې ددې موافقې په مناسبت په یوې جوړې شوې غونډه کې پر دې موافقې باندې انتقاد وکړ.

هغه داسې وویل "تر اوسه پوري زما په ژوند کې ما داسې سودا نه ده لیدلې چې په دومره بې کفایتۍ سره سوې وي لکه د ایران موافقه چې شوې ده. "

په عین حال کې سناتور ټیډ کروز چې هغه هم د جمهوري ریاست یو کاندید دی، ویې ویل چې د ایران سره موافقه د امریکا ملي امنیت ته یو ستر ګواښ دی.

هغه داسې وویل "د ایران سره اټمي موافقه یوه فاجعه ده. دا موافقه د امریکا ملي امنیت ته یواځنی ګواښ دی. "

داسې نه ښکاري چې د ۱۸ میاشتو مزاکراتو وروسته دي اوس هم د اوباما حکومت په دې وتوانېږي چې د ایران موافقه په آسانۍ سره تطبیق کړي.

په داسې حال کې چې د استاځو د مجلس جمهوري غوښتونکي نشي کولای چې د موافقې مخه ونیسي چې تطبیق شي خو پرون د چارشنبې په ورځ د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشرانو خبریالانو ته وویل چې دوي هیله لري چې دغه پروسه وځنډوي او درې واري بیلابیلې رای ګیرۍ پر وکړي. ټاکل شوې چې رای ګیري سباح د جمعې په ورځ پیل شي.

تراوسه لا واضیح نه ده چې د جمهوري غوښتونکو دغه تاکتیک به کار ورکړي او که نه او دا چې پر وروستۍ نتجه به یې تاثیر څّه وي.

XS
SM
MD
LG