د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ [سنټکام] وايي چې د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان، ډونالډ ټرمپ په امر به د سه شنبې په ورځ [جولای ۱۴مه] د واشنګټن ډي سي په وخت په څلور بجو د هرمز تنګي محاصره بیا پیلوي.
سنټکام په یوې اعلامیې کې چې د دوشنبې په شپه يي خپره کړې د کښتیو له ماڼوګانو او چلوونکو څخه غوښتي چې د عمان خلیج او د هرمز تنګي په شاوخوا سیمو کې د فعالیت پرمهال خبرتیاوې تعقیب او د اړتیا په صورت کې د امريکايي پوځیانو سره اړیکه ونیسي.
په اعلامیې کې راغلي: "د سنټکام ځواکونه به د هغو کښتیو پر وړاندې محاصره پلې کړي چې د ایران بندرونو او ساحلي سیمو ته تګ راتګ کوي. د امریکا پوځ د هغو ټولو کښتیو د تګ راتګ د جریان څخه ملاتړ ته دوام ورکوي چې د محاصرې څخه سرغړونه نه کوي."
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د تنګي د سمندري محاصرې د اعلانولو پر مهال وویل چې له دې وروسته به امریکا د "هرمز تنګي ساتونکې" په توګه پېژندل کېږي.
ولسمشر ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي چې پر ایران به بریدونه دوام مومي. ده زیاته کړه چې ایران اوس هم "یوه معامله غواړي".
په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو د دایمي استازي مرستیالې تامي بروس د امنیت شورا ته ویلي: "که ایران پر کښتیو ډزې وکړي، موږ به سمدستي په قوت ځواب ورکړو."
په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو دغې ډېپلوماتې زیاته کړې چې "متحده ایالتونه به په سیمه کې له خپلو ملګرو سره ولاړ وي."
د یو بل خبر له مخې، سنټکام وايي چې په پنځه ساعته پوځي ماموریت کې يي د ایران په ګوټ ګوټ کې پوځي اهداف وویشتلي څو د سوداګریزو کښتیو پر وړاندې د ایران د بریدونو مخه ونیسي.
ولسمشر ټرمپ ژمنه کړې چې واشنګتن به د هرمز تنګي پورې اړوند، د ایران ټولې وړتیاوې له منځه یوسي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د دوشنبې په ورځ په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې ایران به د هرمز تنګي ساتونکی وي او دا چاره به روانه وي.
اوسمهال له ۵۰۰۰۰ څخه ډېر امریکایي سرتېري د منځني ختیځ په بېلابېلو برخو کې دېره دي. امریکايي پوځیان وايي دوي خپل ماموریت ته ځېر او د تیارسۍ په حالت کې دي.
فورم \ دبحث خونه