د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا کانګرس د ایران د ګواښونو په هکله زیات توضیحات غوښتي


په پام کې ده چې د روانې اونۍ په ترڅ کې په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو د استحکاماتو په اړه د کانګرس غړو ته معلومات ورکړل شي.

دېموکراتانو او جمهوریت غوښتونکو د ولسمشر ټرمپ له ادارې غوښتي چې د ایران لخوا د ورپېښو خطرونو په باب وکیلانو ته زیات توضیحات ورکړي.

د ایران او د نیابتي ډلو پر ضد یې د ولسمشر ټرمپ د ادارې خبرو او عمل د خطر زنګ اوچت کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایې که ایران"د امریکا پر ګټو برید" وکړ، واشنګټن به یې په "پوره یقین" ځواب ورکړي.

جمهوریت غوښتونکي سناتور لېنډسي ګراهم د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو څخه غوښتي چې د "خطر اصلیت" ورته معلوم کړي.

دېموکرات سناتور روبرټ مننډېز په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا لخوا د عراق یرغل ته په اشارې وایې چې د "عراق د ډله ایزې وژنې د وسلو په څېر زمانه نه غواړو چې موږ یې یوې بدبختې پوځي ښکېتیا ته سوق کړلو".

په عراق کې د امریکايي قواوو پخوانی قوماندان او د مرکزي استخباراتو د ادارې (سی آی اې) مخکینی رئیس جنرال ډېویډ پېټریوس باور لري چې اوس د "د اشغال مفکوره په ټېنګه مطرح نه ده."

ولسمشر ډونالډ ټرمپ تمه نه لري چې امریکايي پوځیان دې پر ایران برید وکړي خو خبرداری ورکوي که ایران پر امریکا حمله وکړه نو دا کار به "د ایران رسمي ختمېدا وي."

د امریکا کانګرس د ایران په هکله زیات توضیحات غوښتي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:50 0:00

XS
SM
MD
LG