د لاس رسي وړ اتصالات

پوځي تګلاره؛ آیا ټرمپ د امریکا پر غلیمو هېوادونو د برید نیت لري؟


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ملي امنیت ډله یې د شمالي کوریا، وېنزوېلا او ایران په څېر د غلیمو هېوادونو پر ضد د پوځي قوت کارولو ته لېوالتیا ښودلې ده.

د جمهوري ریاست په لومړیو میاشتو کې ولسمشر ټرمپ په افغانستان او سوریې کې د هوايي عملیاتو اجازه ورکړه او د خپلې ادارې هغه ادعا یې ثابته کړه چې کواګې د اړتیا په وخت کې له قهریه قوي کار اخلي.

د بروکینکز د څېړنیز انسټېټیوټ غړی مایکل اوهانلن غوره بولي چې ولسمشر دې "سوله غوښتونکي وي" خو ګمان یې دادی چې ټرمپ "یو نرم سړی" نه دی.

د کارپوهانو په باور د شمالي کوریا پر ضد د ولسمشر ټرمپ قهرجنو ګواښونو د هغه هېواد رهبر کیم جون اون مجبوره کړ چې د خپلو اټومي وسلو په اړه خبرو ته کښېني.

همدارنګه، سپینه ماڼۍ ټینګار کوي چې د ایران د اټومي فعالیتونو د درولو لپاره پر پوځي لارو چارو غور کوي. په عین وخت کې له واکه د وېنزوېلا د دیکتاتور نېکولاس مادورو د ګوښه کولو لپاره فشارونه دوام لري.

ولسمشر ټرمپ منځني ختیځ ته د پوځیانو استول رد کړي دي خو د دفاع وزارت سیمې ته د ۱۲۰ زرو پوځیانو د لېږلو لپاره چمتوالی نیسي.

پوځي اقدام یوه خطرناکه لوبه ده او هر ډول غلطه محاسبه لوي او مرګونی ناورین جوړوي شي.

د وېډرو وېلسون مرکز د غړې سېنتیا ارنسون په باور "د امریکا حکومت او متحده ایالتونو په ډېرو مواردو کې ځان ګوښه نېولی."

منتقدین وایې چې د ولسمشر ټرمپ لخوا د حداکثرو فشارونو د راوړلو تګلاره یواځې د یوې شخړې د جوړېدو امکان زیات کړی دی. موافقان یې له سختو دریځونو ملاتړ کوي او وايې چې دا چاره د جګړو په ختمېدو تمامېږي.

پوځي تګلاره؛ آیا ټرمپ د امریکا پر غلیمو هېوادونو د برید نیت لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:45 0:00

XS
SM
MD
LG