د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا لخوا د ایران په تیلو نور بندیزونه لګول کیږي


د امریکا ولسمشر براک اوباما د ایران د تیلو په صادراتو باندې د نویو بندیزونو لپاره په لارو چارو کار کوي.

د سپینې ماڼۍ نه د امریکا غږ خبریال کینټ کلاین پخپل رپوټ کې وایي چې ولسمشر اوباما د جمعې په ورځ وویل د نړۍ د تیلو په مارکیټونو کې په کافي اندازه تیل شته دي چې د امریکا ددې اقدام له وجې به زمونږ انډیوالان زیانمن نشي. پام وکړﺉ پدې اړه بشپړ رپوټ ته.

د ولسمشر براک اوباما د دې پریکړې له مخې به د امریکا لخوا د بهرنیو هیوادونو په هغو بانکونو باندې بندیز ولګول شي چې ایران نه تیل اخلي.

په ایران باندې د بندیزونو هدف دا دی چې د دغه هیواد مرکزي بانک نور هم د نړۍ د مارکیټونو نه منزوي شي. د ایران د مرکزي بانک زیاته سرمایه د تیلو د کاروبار له وجې ده.

د سپینې ماڼۍ لخوا د تازه بندیزونو اعلان چې د جمعې په ورځ یې کړی، د امریکا او انډیوالانو د هغو هڅو یوه برخه ده چې په ایران باندې پدې خاطر فشار زیات کړي چې د خپل اتومي پروګرام نه لاس واخلي.

لویدیځ هیوادونه ګمان کوي چې ایران د اتومي بم د جوړولو لپاره کار کوي خو ایران بیا دا خبر نه مني او وایي چې اتومي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی.

د سپینې ماڼۍ جګپوړه چارواکي وایي چې جاپان او اروپایي ټولنې لا د مخه د ایران نه د تیلو د اخیستلو د کموالي لپاره ځیني اقدامات کړیدي نو په همدې خاطر دغه هیوادنه د امریکا لخوا د بندیزونو نه مستثی دي. دغه چارواکي وایي هیله لري چې د ترکیې او جنوبي کوریا په شمول نور هیوادونه به هم د جاپان او اروپایي ټولنې په شان عمل وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر وایي چې د امریکا ګڼ شمیر انډیوالانو د همکارۍ سینه ډبولې ده.

" د جاپان او اروپایي ټولنې د اعلان په برکت چې څو اونۍ د مخه یې کړیدی، تر اوسه د پام وړ پرمختګ شویدی او دا څرګندوي چې مونږ کولی شو په ایران باندې بندیزونه په داسې یوه ښه شکل وضع وکړو چې د نړۍ په مارکیټونو کې هم ګډوډي پیدا نشي. "

د امریکا لخوا بندیزونه د همدې کال د جون د میاشتې نه وروسته کله چې د اروپایي ټولنې لخوا د ایران نه دتیلو اخیستل کمیږي، د اعتبار وړ ګر ځي.

ولسمشر اوباما په یوې لیکل شوې اعلامیې کې ویلي دي چې په ایران باندې د بندیزونو په خاطر به د نړۍ د تیلو مارکیټ یو څه ټیټ شي خو بیا به هم په دومره تیل وي چې د نړۍ هیوادونه به پدې وتوانیږي چې د ایران نه د تیلو اخیستل کم کړي.

د امریکا د قانون پر اساس ښاغلی اوباما د جمعې تر ورځې پورې وخت درلود چې دا پریکړه وکړي چې آیا د ایران د تیلو نه پرته په نړۍ کې د تیلو اکمالات په کافي اندازه دي او که نه. ایران په نړۍ کې د تیلو د صاداراتو له پلوه دریم ستر هیواد دی. دغه هیواد هره ورځ دوه نیم میلیارده بیلره تیل نورو هیوادونو ته صادروي.

د نړۍ د نورو هیوادونو په پرتله ډیر تیل د ایران نه چین، جنوبي کوریا، هند، فرانسه، برتانیه، هسپانیه ، یونان او ایټالیا صادروي.

خو بل پلو بیا په امریکا کې هم پدې تیرو څو میاشتو کې د خامو تیلو بیې لوړې دومره لوړی شویدي چې پخوا یې سارې ندی لیدل شوی. په امریکا کې کې اوس د یوه لیټر تیلو قیمت یو ډالر ته رسیدلی.

که څه هم چې د نړۍ د نورو هیوادونو په پرتله په امریکا کې تیل ډیر ارزانه دي خو بیا هم د تیلو د بیو لوړیدل د ولسشمر اوباما لپاره یوه سیاسي ستونزه ده او هغه هم پداسې وخت کې چې هغه د دویمې دورې لپآره ځآن کاندید کوي.

XS
SM
MD
LG