د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کانګرس کې له جمهوري غوښتونکو وکیلانو څخه غوښتي چې ایران دې د روسیې د بندیزونو د قانون په مسوده کې شامل کړي.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ د تروټ شوشیل په ټولنیزې رسنۍ کې لیکلي:"جمهوري غوښتونکي باید ایران د روسیې د بندیزونو د قانون په مسوده کې شامل کړي. دا هغه څه و چې لېنډسي غوښتل ترسره یې کړي او دا کار هم ترسره کېدو ته نږدې و."
ټرمپ د بندیزونو په مسودې کې د ایران اضافه کول یو "مهم" ګام بللی دی.
د روسیې پر وړاندې د بندیزونو مسوده لومړی ځل د متحده ایالتونو د پخواني سناتور لېنډسي ګراهم لخوا د ۲۰۲۵ کال په اپریل کې د اوکراین د جګړې پر سر په مسکو باندې د فشار راوړلو لپاره وړاندې شوې وه.
د خبرونو له مخې، د روسیې د بندیزونو د قانون په مسودې کې د ایران شاملول به پر تهران د متحده ایالتونو شته فشارونه نور هم زیات کړي چې په هغه کې ثانوي بندیزونه، تعرفې او د روسیې او ایران د همکاریو په نښه کول یادېدلی شي.
د بندیزونو دغه مسوده چې د جمهوري غوښتونکو او ډېموکراتانو له ملاتړه برخمنه ده، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډونالډ ټرمپ د هڅو له امله رایې اچونې ته وړاندې نه شوه.
د اکسیوس خبري شبکې راپور ورکړی چې د سناتور ګراهم له مړینې وروسته، د متحده ایالتونو د سنا د ۶۰ څخه زیاتو غړو اوس د دې مسودې د ملاتړ اعلان کړی چې رایه اچونه به پرې وشي.
د اکسیوس په خبر کې راغلي چې ۳۹ جمهوري غوښتونکي او ۲۲ ډېموکراتان له مسودې ملاتړ کوي.
سناتور ګراهم د خپلې مړینې نه مخکې ویلي وو چې د روسیې د بندیزونو د مسودې د تصویبولو په تړاو له سپینې ماڼۍ سره هوکړه کړې وه.
که دغه مسوده تصویب شي، متحده ایالتونه به پر هغو هېوادونو چې له روسیې څخه تېل او ګاز اخلي، ۱۰۰٪ تعرفه ولګوي.
فورم \ دبحث خونه