د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ته د سفر په هکله خپلو اتباعو ته د امریکا د حکومت خبرداری


ایران ته د سفر په هکله خپلو اتباعو ته د امریکا د حکومت خبرداری
ایران ته د سفر په هکله خپلو اتباعو ته د امریکا د حکومت خبرداری

دامرېکا د بهرنېو چارو وزارت دامرېکا ښارېانو ته ددوی خلاف داحتمالی اقداماتو نړېوال خبرداری خپور کړېدی. داکار وروسته له هغه نه کېږی چې پردوه اېرانېانو تور ولگېده چې دتهران سره ېې په گډه دسېسه جوړوله چې د سعودی عربستان سفېر په امرېکا کې ووژنی.

امریکا وایي چي د ایران هغه دسیسه یې شنډه کړې ده چي غوښتل یې په امریکا کي د سعودي عربستان سفیر د بم په چاودنه کي ووژني.

دامرېکا د بهرنېو چارو وزارت د سه شنبی په ورځ وناوخته ووېل چې دقتل هغه دسېسه چې دېوې ادعا له مخی نه داېران له خوانه ېې ملاتړ کېده ښايی ددې څرگندونه وکړی چې داېران حکومت به په ډېر تعرضی اوترورېستی اقدام باندی تمر کز وکړی.

د امریکا د عدلیې وزارت په دوو ایرانیانو باندي پرون د سه شنبې په ورځ دا تورولگاوه چي په دې د سیسه کي یې لاس درلود او هغوي یې په دې وغندل چي د ایران د حکومتي عناصرو سره یې لاس یو کړی و چي سعودی عربستان سفیر ( عبدل الجبیر ) ووژني.

چارواکو یو مشکوک سړی ( منصور ارباب سیر ) بللی دی چي ایراني او امریکایي پاسپورټونه ورسره وو او مامورینو هغه د سیپټامبر په میاشت کي په نیویارک کي د جان ایف کینډي په نړۍ وال هوایي میدان کي نیولی و. هغوي دوهم مشکوک سړی (غلام شکوري) بللی او ویلي یې دي چي هغه په ایران کي دیره د قدس د قوې غړی دی. چاروکي وایي چي د شکوري درک نه دی معلوم چي چیرته دی.

د امریکا لوي څارنوال (ایریک هولډر) پرون یوه خبري کنفرانس ته وویل چي دا دسیسه په ایران کي طرح شوې او د هماغه ځاي نه یې د ترسره کیدلو لارښودنه کیده. هغه وویل چي واشنگټن به ددې دسیسې مسئول د ایران حکومت وبولي.

له بلي خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلینټن خبریالانو ته وویل چي امریکا به د خپلو متحدانو سره کار وکړي او ایران ته به یو قوي پیغام ور واستوي چي دغه ډول کارونه باید بند شي. هغې وویل چي امریکا او انډیوالان به یې په هغو لارو چارو باندي هم غور وکړي چي ایران نور هم د نړۍ والي ټولني نه گوښه کړای شي.

XS
SM
MD
LG