د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې امریکایي پوځیان هرمز تنګي ته نږدې په ایراني اهدافو د ' پراخو او پیاوړو' بریدونو د تر سره کولو په حال کې دي.
ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ (سپټمبر اوله) په خپل تروت سوشل ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دا بریدونه لوی او پیاوړي دي چې د هرمز په تنګي کې د ماین ایښودلو په اړه د ایرانیانو د ناکامې هڅې او په اردن کې د امریکا په نظامي اډې د ایران د اتو مزایلو د توغولو په غبرګون کې چې (ټول یې په بریالي ډول خنثی شول) ترسره کیږي.
ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی که ایران غچ اخیستونکی اقدام وکړي له سختو او پراخو بریدونو سره به مخ شي.
د ولسمشر ټرمپ تر دې پیغام مخکې، د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومندانۍ (سنټکام) وویل چې امریکایي پوځیانو د ایران د سپاه پاسداران پر اهدافو بریدونه پیل کړي دي.
سنټکام د سه شنبې په ورځ (سپټمبر اوله) په خپل ایکس حساب لیکلي دي چې دا بریدونه د واشنګټن په وخت د غرمې په ۱۲ بجو پیل شوي دي.
سنټکام زیاته کړې ده چې" دا بریدونه د هرمز په تنګي کې د تجارتی کښتیو او په سیمه کې د میشتو امریکایي ځواکونو په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوري د سپاه پاسداران د بریدونو د هڅو په لړ کې پیل شوي دي."
امریکايي ځواکونو تر دې وړاندې د یکشنبې په ماښام هم د ایران د سپاه پاسداران پر اهدافو چې غوښتل یې د هرمز په تنګي کې ماینونه ځای پرځای کړي، بریدونه وکړل.
د سنټکام په وینا، د متحدو ایالتوتنو پوځ، په خارک جزیره کې د ایران د سپاه پاسداران د ماین ایښودونکو ځواکونو په وړاندې چې د هرمز د تنګي لپاره فوري ګواښ ګڼل کیده (دقیق او محدود اقدام) ترسره کړ.
ایران د خارک پر ټاپو د متحدو ایالتونو د بریدونو په غبرګون کې په اردن کې د امریکایي ځواکونو پر دوو اډو بریدونه وکړل.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د ایران بریدونه به بې ځوابه پاتې نشي او سخت ځواب به ورکړي.
فورم \ دبحث خونه