د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس ویلي چې د متحدو ایالتونو د پوځ د بریدونو له کبله، ایران د اټومي وسلو د جوړولو په برخه کې کمه وړتیا لري.
ونس په ویرجینیا کې د سمندري ځواکونو په یوې اډې کې هغې غونډې ته وینا کوله چې پکې له منځني ختیځ نه راستانه شويو سرتیرو هم ګډون درلود.
هغه وویل، "لکه څنګه چې موږ نن دلته ناست یو، د هغوی [ایران] سمندري ځواک د سمندر په تل کې دی او دوی د ځواک د ښودلو هغه وړتیا نه لري لکه څنګه چې یې حتی ۱۲ میاشتې مخکې درلوده،". ده زیاته کړه چې د ایران د اټومي وړتیا له منځه وړل د امریکا د ماموریت یوه مهمه موخه وه.
د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال په ډاګه کړې: "که تاسې زموږ استخباراتي معلومات وګورئ چې د دوی د اټومي پروګرام په اړه څه وايي، نو دوی د اټومي بم جوړولو په برخه کې تر بل هر وخت ډېر شاته پاتې دي، په ځانګړې توګه په تېرو ۲۰ یا ۳۰ کلونو کې."
ونس وویل چې د امریکا پوځ د ایران دفاعي صنعت هم ویجاړ کړی څو رژیم د خپل اټومي پروګرام د بیا رغولو له وړتیا بې برخې کړي.
د ونس په ټکو: "که هغوی کله هم پرېکړه وکړي چې خپل پوځي ځواکونه بیاورغوي، یا که کله هم پرېکړه وکړي چې هغه اټومي پروګرام بیا ورغوي، نو د دې کار په ترسره کولو کې به له سخت فشار سره مخ شي."
امريکا او ايران د جون په ۱۸مه یو هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې یې د هرمز تنګي بايد پرانيستل شي او ايران ژمنه کوي چې د اټومي وسلو د جوړولو يا ترلاسه کولو هڅه به ونه کړي.
لدې سره سره، د دواړو هېوادونو تخنيکي کاري ډلو د قطر او پاکستان په منځګړيتوب په دوحه کې غير مستقيمې خبرې اترې کړې.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري د چهارشنبې په ورځ په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې پاکستاني او قطري منځګړو له امریکايي او ایراني مرکچیانو سره خپلې غونډې له " مثبت پرمختګ" سره پای ته رسولې دي.
الانصاري زیاته کړې: "دواړو خواوو موافقه وکړه چې په راتلونکي وخت کې خپلو خبرو اترو ته دوام ورکړي او راتلونکې غونډه به د ایران د مخکني ستر رهبر د جنازې له مراسمو وروسته ژر تر ژره ترسره شي."
د ایراني رسنیو په حواله، د هغه هېواد د پخواني رهبر علي خامنه د جنازې د مراسمو ترتیبات روان دی او ټاکل شوی چې په خپل پلرني ښار مشهد کې خاوره ته وسپارل شي.
خامنه يي چې ۳۶ کاله يي پر ایران واکمني وکړه، د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسرائیل په ګډو هوايي بریدونو کې ووژل شو.
د خامنه يي د جنازې مراسمو ته د افغانستان په شمول د سیمې د هېوادونو یو شمېر مشران وربلل شوي دي.
فورم \ دبحث خونه