د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې متحده ایالتونه له ایران سره په مذاکراتو بوخت دي او ښکاري دا ځل ایرانی اړخ، "هر څومره چې ورځې تېرېږي، هغومره جدي کېږي."
ټرمپ د جمعې په ورځ [جولای ۲۴مه] په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي چې د ایران پر وړاندې دوه لارې شته؛ خبرې اترې یا هم د پوځي بریدونو دوام.
ولسمشر ټرمپ زیاته کړې: "زه دا هوښیارانه لاره ګڼم، خو بله لاره به یې شاید اسانه وي او هغه همدا ده چې اوس يې کوو. که وغواړو، موږ کولی شو دا یوې ډېرې لوړې کچې ته ورسوو. لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، موږ د دې کار لپاره پوره چمتو یو. "
د متحدو ایالتونو پوځ پر ایراني اهدافو د خپلو بریدونو د دیارلسم پړاو تر بشپړولو وروسته، د کوم نوي برید خبر نه دی ورکړی.
اوسمهال په منځني ختیځ کې ۵۰۰۰۰ امریکايي سرتېري دېره دي او ډاډ ورکوي چې دغه ځواکونه په "ډېرې ځېرکۍ" سره د تیارسۍ په حالت کې دي.
ایراني چارواکي د "یا ټول یا هېڅوک" د نظریې په وړاندې کولو ټینګار کوي که په سیمه کې ایران تیل نه شي پلورلی نو هېڅوک به تېل نه پلوري.
لدې سره سره، ولسمشر ټرمپ وايي چې ایران په بېړه د یوې هوکړې غوښتونکی دی "خو کله کله نه يي نه بیانوي".
فورم \ دبحث خونه