د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ایران له پراخ انفلاسیون سره مخ دی او پیسې نه لري

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ وايي چې واشنګټن له تهران سره "یوازې په نیمه مذاکراتو" بوخت دی.

ټرمپ د اکسیوس خبري شبکې ته د یکشنبې په ورځ [اګست ۹مه] ویلي چې دی د ایران د موضوع په تړاو په "ټيټه کچه" مخ پر وړاندې درومي.

د اکسیوس د خبر له مخې، ولسمشر ټرمپ پر ایران د اقتصادي فشارونو د زیاتولو لپاره چمتوالی ښودلی دی.
ټرمپ زیاته کړې: "موږ له هغوی [ایران] سره یوازې نیمه خبرې اترې کوو. موږ یوازې ایران ته ګورو چې له غټ انفلاسیون او د پیسو له نشتوالي سره مخ دی."

تر دې مخکې، ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی و که ایران یوې هوکړې ته غاړه کېنږدي نو د پراخو پوځي بریدونو سره به مخ شي.

په همدې حال کې د رویترز خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي په حواله لیکلي چې تهران به تر هغه وخته پورې مذاکراتو ته ونه ګرځي څو چې د جون د میاشتې لاسلیک شوې لنډمهاله هوکړه عملي نه شي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر د اکسیوس خبري شبکې ته ویلي چې ایران له اقتصادي پلوه، "په ډېر بد وضعیت" کې دی او د خپلو سرتېرو د تنخواوو د ورکولو وس نه لري.

په خبر کې د امریکايي چارواکو په حواله لیکل شوي چې ایران کې د نظر اختلاف شته او یوه ډله چې رهبري یي د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان کوي له اقتصادي نسکورېدو نه وېره لري او ګمان کوي چې له متحدو ایالتونو سره باید یوه هوکړه وشي. بله ډله بیا د سپاه پاسداران د قوماندان احمد وحیدي پورې تړاو لري چې په مذاکراتو کې هر ډول امتیاز ورکول ردوي.

په ورته وخت کې د متحدو ایالتونو د سنا جمهوري غوښتونکي غړي جیم بنکس د ان بي سي شبکې ته د یکشنبې په ورځ ویلي چې امریکايي ځواکونو د ایران ۸۵ سلنه بالستیک توغندي او د دفاعي صنعت بنسټونه ویجاړ کړي دي.

سناتور بنکس زیاته کړې چې د امریکايي پوځیانو لخوا د ایراني بندرونو سمندري محاصرې، د ایران اقتصاد له کاره غورځولی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG