د سپیني ماڼۍ د اړیکو څانګې مشر سټیفن چنګ وايي چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تل "سیاسي حل" ته په فرصت ټینګار کړی خو د ځان لپاره يي "ټول انتخابونه" خوندي ساتلي.
چنګ د فاکس نیوز خبري شبکې ته د شنبې په ورځ [جولای ۲۵مه] ویلي: "ولسمشر ټرمپ تل په دې خبرې ټینګار کړی چې دی سیاسي حل غوره ګڼي خو که ایران د هرمز په تنګي کې یا د متحدینو پر وړاندې ترهګریز فعالیتونه جاري وساتي نو هغه به د ټولو انتخابونو د ساتلو پرېکړه هم له ځانه سره ولري".
سپينې ماڼۍ وروسته له هغې پدې موضوع تبصره کړې چې د نیویارک ټایمز په شمول یو شمېر رسنیو خبر ورکړی و چې ولسمشر ټرمپ د ایران پر وړاندې د پوځي عملیاتو د لازیاتولو پلانونه ځنډولي دي.
په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ د اړیکو د څانګې مشر ویلي چې د متحدو ایالتونو بندیزونو د ایران اقتصاد له کاره غورځولی دی.
چنګ زیاته کړې: "د بریالیو بندیزونو نه وروسته چې د ایران اقتصاد يي له کاره وغورځاوه او د دوی [ایران] دوامدار یرغل په ځواب د ۱۳ پرله پسې ورځو لپاره پر پوځي اهدافو بریدونوو ته په کتو به ایران ته عاقلانه وي چې د خبرو اترو له لارې یوې هوکړې ته کار وکړي. که نه نو، دوی پوهېږي چې څه به وشي."
تردې مخکې، د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ [جولای ۲۴مه] ویلي وو چې واشنګټن له تهران سره په مذاکراتو بوخت دی او دا ځل ښکاري چې ایرانی اړخ، "هر څومره چې ورځې تېرېږي، هغومره جدي کېږي."
د متحدو ایالتونو پوځ پر ایراني اهدافو د خپلو بریدونو د دیارلسم پړاو تر بشپړولو وروسته، د کوم نوي برید خبر نه دی ورکړی.
په همدې حال کې ایران وایې چې متحدو ایالتونو په تېرو دوو شپو کې پر ایران خپل بریدونه درولي دي.
د ایران د پوځ ویاند محمد اکرمي نیا د یکشنبې په ورځ [جولای ۲۶مه] د ایران دولتي رسنیو ته ویلي: "څرنګه چې زموږ تګلاره په بنسټیزه توګه دفاعي ده موږ هم خپل دفاعي عملیات درولي دي".
اوسمهال په منځني ختیځ کې ۵۰۰۰۰ امریکايي سرتېري دېره دي او ډاډ ورکوي چې دغه ځواکونه په "ډېرې ځېرکۍ" سره د تیارسۍ په حالت کې دي.
فورم \ دبحث خونه