د لاس رسي وړ اتصالات

روحانې:د ایران ذروي پروگرام د کوم خاص هیواد خلاف نه دی


د ایران جمهوررئیس حسن روحاني ویلي دي چې د یوه چوکاټ د برابرولو موافقه به چې د نړۍ د طاقتونو سره شوې ده د ایران د ذروي حقوقو حفاظت وکړي او په ایران باندي به نړۍ وال بندیزونه ایسته کړي.

ښاغلي روحاني پرون د جمعې په ورځ ملت ته په یوه تلویزیوني وینا کې وویل چې د دې موافقې معنی دا ده چې د ایران په خپله خاوره کې دننه د یورانیمو د غني کولو حق منل شوی دی، او ایران به د سولي اهداف پر مخ بیایي. هغه وویل چې سینټر فیجونه به څرخي او د خلکو ژوند او اقتصاد به پرمخ روان وي.

د ایران جمهوررئیس دا هم وویل چې د ایران د ذروي پروگرام پرمختگ د کوم خاص هیواد په خلاف نه دی.

ښاغلي روحاني دا هوډ وکړ چې ایران به په داسي حال کې د دې موافقې د ټولو وعدو احترام کوي چې بل لوری یې هم وکړي.

د یوه چوکاټ د برابرولو موافقه چې د پنجشنبې په ورځ د ایران او د نړۍ د شپږو طاقتونو تر منځ شوې ده، د هغې هدف دادی چې د تهران د ذروي پروگرام د محدودولو په بدل کې به په هغه هیواد باندي نړۍ وال بندیزون ایسته سي. دا موافقه د سویس زرلینډ د لوزان په ښار کې د اتو ورځو سختو خبرو نه وروسته شوې ده اود جون د میاشتي تر ٣٠ مي نېټې پوري د یوې وروستۍ موافقې د پاره شرایط برابروي.

له بلي خوا سپیني ماڼۍ ویلي دي چې جمهوررئیس براک اوباما د کانگرس د ټولو څلورو مشرانو سره د دغي موافقې په اړه خبري کوي. جمهوري غوښتونکو وکیلانو چې د دې موفقې په اړه اندېښمن دي، گواښ کړی دی چې په ایران باندي به نوي بندیزونه منظور کړي.

د سپیني ماڼۍ نطاق ( ایریک شولټز) وویل چې د دې موافقې په اړه د جمهوري غوښتونکو انتقاد « یو مفهوم رسوي.»

ښاغلي ( شولټز ) وویل چې جمهوررئیس اوباما به هیڅکله داسي موافقه منظور نه کړي چې هغه اسرائیلو ته خطر پېښوي. نطاق وویل چې د دې موافقې په اړه د اسرائیلو د صدراعظم بینجامین نیتان یاهواندېښنه د پاملرني وړ ده او « موږ د هغه په دریځ پوهیږو.»

XS
SM
MD
LG