د لاس رسي وړ اتصالات

پر افغان سولې د امریکا او ایران د کړکیج اغېزې


ښایي د امریکا او طالبانو استازي په قطر کې په یوه وروستۍ ناسته کې توافق ته ورسیږي.
ښایي د امریکا او طالبانو استازي په قطر کې په یوه وروستۍ ناسته کې توافق ته ورسیږي.

د امریکا او ایران تر منځ وروستیو جنجالونو د افغانستان د سولې پر خبرو هم اغیزې کړي، شنونکي وايي امریکایان او طالبان د سولې توافق ته نږدې شوي ول، خو د امریکا او د افغانستان د ګاونډي ایران تر منځ تازه کړکېچ د امریکا پام د افغان سولې پر ځای ایران ته اړولی، د شنونکو په باور که د دغو هېوادونو تر منځ وضعیت عادي شي، ممکن امریکا له طالبانو سره هوکړې ته ورسیږي.

ځینې بیا وايي چې له طالبانو سره د سولې په اړه نه یوازې په ملي بلکې په سیمه ییزه او نړیواله کچه اجماع نشته، شنونکي وايي‌ ټاکل شوې وه طالبان د امریکا له توافق سره سم اوربند کړي، خو اوس چې د اوربند پر ځای د تاوتریخوالي د کمښت خبره کیږي دا د اندېښنې وړ ده.

افغان حکومت وايي چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو پیلولو ته تیار دی، د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقی وايي چې د سولې د خبرو د پیل لپاره د حکومت طرحه اوربند دی.


طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې زلمي خلیلزاد څو ورځې وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر سره کتلي، خو دا چې تر توافق وړاندې د امریکا او طالب استازو وروستۍ ناسته به کله وي لا نه ده مالومه.

XS
SM
MD
LG