د لاس رسي وړ اتصالات

په بغداد کې د امریکا سفارت: امریکایان دې له عراقه ووځي


د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د قوماندان، جنرال قاسم سلیماني له وژنې نه څو ساعته وروسته په عراق کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت په عراق د میشتو امریکایانو څخه غوښتي چې ژر تر ژره دې د هغه هیواد نه ووځي.

د امریکا د سفارت په اعلامیه کې چې د جنورۍ د میاشتې په دریمه صادره شوی راغلي دي چې د عراق څخه د امریکایي اتباعو د وتلو هدف "په عراق او سیمه کې د کړکیچ" زیاتیدل گڼلي دي.

په بغداد کې د امریکا سفارت ویلي چې امریکایان به د امکان په صورت کې د هوا او ځمکې له لارې له عراق څخه ووځي.

په اعلامیه کې همداشان راغلي دي چې په عراق کې د ملیشه قواو چې ایران یې ملاتړ کوي د احتمالي بریدونو په دلیل د امریکا سفارت تړل شوی او تر بل اعلان پورې یې قونسلي چارې ځنډول شوي دي.

دغه سفارت امریکایانو ته سپارښتنه کړې چې "په بغداد کې دې د امریکا سفارت ودانۍ ته نه نژدې کیږي".

قاسم سلیماني د جمعې د ورځې په سهار (جنوري ٣) د یوې امریکایي ډرون الوتکې په برید کې د بغداد په هوایي ډگر کې ووژل شو.

د امریکا د دفاع وزارت اعلان وکړ چې دغه برید یې د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په امر کړی دی.

XS
SM
MD
LG