د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ایراني چارواکو 'مستقیماً اړیکه' نیولې او د بریدونو د دریدو غوښتنه یې کړې

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ایران لوړپوړو چارواکو ورسره مستقیمه اړیکه نیولې او پر هغه هېواد باندې د امریکا د بمباریو د درولو غوښتنه یې کړې ده.

د متحدو ایالتونو ځواکونو د ایران لخوا د خپلې یوې اپاچي چورلکې د نسکورېدو په بدل کې په دوو پړاوونو کې د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو پر ایران یو لړ "دفاعې بریدونه" وکړل.

د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پيټ هېګسټ د چهارشنبې ورځې [جون ۱۰مه] د واشنګټن پر وخت مازدیګر وویل چې امریکايي پوځیانو د دفاعي بریدونو دویم پړاو پیل کړی او په ایران کې یې څو هدفونه ویشتي دي.

هېګسټ د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي، "د مرکزي قوماندانۍ [سنټکام] پوځیان به نن شپه بوخت وي ځکه چې ولسمشر ویلي چې موږ به پر ایران سخت ګوزار کوو او موږ به يي وکړو."

ولسمشر ټرمپ ویلي چې د متحدو ایالتونو د چهارشنبې ورځې په عملیاتو کې د جنګي الوتکو سربېره، ۴۹ توماهاک توغندي کارول شوي او د ایران د دافع هوا او رادار سیسټمونه يي په نښه کړي دي.

د راپور له مخې، دغه بریدونه د ایران له پلازمېنې تهران څخه څه ناڅه ۴۰ مایله لېرې د ایران د سویل لویدیځو سواحلو په اوږدو کې په فارس خلیج کې سرته رسېدلي دي.

ټرمپ خبرداری ورکړی که تهران د روانې شخړې د پای ته رسولو لپاره ډېر ژر هوکړه لاسلیک نه کړي نو متحده ایالتونه چمتو دي چې چټک پوځي اقدام وکړي.

تر دې مخکې، د متحدو ایالتونو ولسمشر ویلي وو چې د واشنګټن سره د مذاکراتو د ځنډولو او د یوې "ګران بیې" چورلکې د نسکورولو له کبله به متحده ایالتونه پر ایران "ډېره شدیده" حمله وکړي.

په ورته وخت کې ولسمشر ټرمپ ویلي وو چې ایران یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره ډېر وخت ضایع کړی او اوس یي باید بیه پرې کړي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG