د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ایران کې رژیم نه بدلوو


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایې چې دی "قوي ایران" غواړي او پدې لټه کې نه دی چې په تهران کې "رژیم بدل" کړي.

د اوو سترو صنعتي هېوادونو (جي ۷)، په مجلس کې ولسمشر ټرمپ ویلي چې د عامو ایرانیانو ژوند وضعیت د منلو وړ نه دی.

د ایران له موضوع سربېره، نن د سرمشریزې په وروستۍ ورځ د اقلیم پر بدلون او دیجیټالي تحول هم خبرې کېږي.

د بډایو هېوادونو د یوې غونډې په ترڅ کې ټرمپ خبریالانو ته په څرګندو ټکو وویل چې "په رښتیا یو ښه او قوي ایران ته ګورم، موږ د رژیم بدلولو ته نه ګورو."

ولسمشر ټرمپ ویلي چې غونډې ته د فرانسې لخوا د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف د رابللو له امله حیرانه شوی نه دی. فرانسوي چارواکو ظریف د واشنګټن او تهران ترمنځ په اړیکو کې د تشنج د کمولو لپاره د جي ۷ سرمشریزې حاشیوي غونډو لپاره راغوښتی دی.

د ایران او نړېوالو قدرتونو له اټومي معاملې نه د امریکا له وتلو وروسته، د واشنګټن او تهران اړیکې زیاتې ترینګلې شوې او امریکا پر ایران پخواني اقتصادي بندیزونه بیا لګولي دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د دوشنبې په ورځ په تهران کې یوې غونډې ته ویلي که څه هم چې له لویدیځو مشرانو سره د مجالسو د بریالیتوب امکان ډېر کم و، خو حکومت یې بیا هم د مذاکرو لپاره هېڅ فرصت له پامه نه غورځوي.

روحاني زیاته کړې چې د ایران د "ملي ګټو لپاره باید له هر ډول وسیلې نه کار واخېستل شي."

ټرمپ: ایران کې رژیم نه بدلوو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:45 0:00
XS
SM
MD
LG