د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ته د ټرمپ خبرداری؛ که په لبنان کې د نیابتي ډلو مخه ونه نیسئ، بیا بریدونه پیلوو

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران غږ کړی چې په لبنان کې دې خپلې نیابتي ډلې د مزاحمت جوړولو څخه منع کړي.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ [جون ۲۱مه] د ټروت سوشیل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې که ایران اقدام ونکړي نو متحده ایالتونه به بیا پرې د تېر په څېر "ګوزار" وکړي.

ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی چې دا ځل به د واشنګټن برید "ډېر سخت" وي.

په لبنان کې حزب الله د ایران له ملاتړ څخه برخمنه ده او امریکا يي یوه ترهګره نیابتي ډله بولي.

له بلې خوا، د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس چې له ایراني مرکچیانو سره د مذاکراتو لپاره سویس ته تللی، خبریالانو ته ویلي چې په تېرو څو ورځو کې د لبنان د اوربند د پاېښت په تړاو لوي پرمختګ شوی او "موږ ژمن یو چې د بشپړ سیمه ییز اوربند شاهدان واوسو." د ونس په وینا ولسمشر ټرمپ یو بشپړ سیمه ییز اوربند ته ژمن دی.

د اسراییل د دفاع وزیر اسرائیل کتز د یکشنبې په ورځ وویل چې ځواکونه يي په لبنان کې د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره له کوم محدودیت پرته د عمل کولو اختیار لري.

کتز زیاته کړې چې اسرائیلي پوځیان په هغه مواضعو کې دېره دي چې اسرائیل يي "امنیتي زون" بولي.

د حزب الله ډلې سره اوربند د څو میاشتو تاوتریخوالي وروسته د جمعې په ورځ [جون ۱۹مه] نافذ شو خو د لبنان دولتي خبري اژانس د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې د اسرائیل په بریدونو کې په لبنان کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي.

اسرائیل وویل چې د حزب الله جنګیالیو د لبنان په جنوب کې په اسرائیلي پوځیانو توغندي وتوغول او دوي هم په ځواب کې د یوه اسرائیلي چارواکي په وینا "د حزب الله اهداف" نښه کړل.

ایرانۍ چارواکو ویلي چې د سویس په مذاکراتو کې دوي ته لبنان د خبرو یوه مهمه اجنډا ده.

د واشنګټن او تهران نوې هوکړه، له متحده ایالتونو، ایران او د هغوی له متحدینو غواړي چې د لبنان په شمول، په ټولو جبهو کې پوځي عملیات سمدستي او د تل لپاره پای ته ورسوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG