د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د ایران سره مذاکرات 'واقعاً ډېر ښه' روان دي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي ښايي په راتلونکو څو ورځو کې د ایران سره په خبرو کې پرمختګ وشي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ]جون څلورمه] په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي چې د ایران له رژیم سره په خبرو کې پرمختګ په څو ورځو کې کېدای شي او واشنګټن تمه لري چې د یوه احتمالي تړون له مخې د تهران غني شوي یورانیم ترلاسه کړي.

ولسمشر زیاته کړې ” زه اورم چې پخپله مذاکرات واقعاً ډېر ښه روان دي، ډېر ښه دي." ده زیاته کړه ښايي د ایران سره موافقه "د اونۍ په پای کې وشي."

ولسمشر ټرمپ زیاته کړې واشنګټن به د ایران غني شوي یورانیم ترلاسه او له منځه یوسي.

په داسې حال کې چې ولسمشر په مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکوي، د متحدو ایالتونو د استازو مجلس د لومړي ځل لپاره د چهارشنبې په ورځ داسې یوه پرېکړه لیک ته رایه ورکړه چې له مخې يي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې له دوام څخه منع کوي.

پرېکړه لیک ته د ډېموکراتانو سربېره، څلورو جمهوري غوښتونکو وکیلانو هم رایه ورکړې ده. دوي ولسمشر ټرمپ مکلف کړی چې امریکایي ځواکونه د ایران له جګړې وباسي، مګر دا چې کانګرس جګړه اعلان کړي یا د پوځي ځواک د کارولو اجازه ورکړي.

دا اوس لپاره دا یو سمبولیک حرکت دی ځکه چې لایحه باید د سنا د غړو له سترګو تېره شي او پرې رایګيري وشي او بیا د استازو په مجلس کې تصویب شي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر د وکیلانو پرونۍ رای اچونه "بې معني" بللې ده. ټرمپ د تروت سوشیل په ټولنیزې رسنۍ کې لیکلي چې: "څلورو بدو جمهوري غوښتونکو او ټولو ډېموکراتانو زما د جنګي واکونو د محدودولو لپاره په داسې حال کې رایه ورکړې چې زه د ایران سره د جګړې د پاي ته رسولو لپاره د مذاکراتو په منځ کې یم."

په همدې حال کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ د کانګرس غړو ته په یوې استعماعیه غونډې کې وویل چې ایران اټومي وسلې نه شي لرلی.

روبیو یو ځل بیا وویل چې متحدو ایالتونو د ایران پوځي وړتیاوې د پام وړ راټېټې کړې دي او د "هغوي [ایران] د هوايي ځواکونو بقایا او متعارف سمندري ځواکونه کاملاً" له منځه وړل شوي دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د ایراني رژیم هغه ادعا رد کړې چې ویلي وو د عمان په خلیج کې یې د متحدو ایالتونو یوه جنګۍ کښتۍ په نښه کړې. سنټکام ویلي چې ایران "دروغ" وايي او د متحدو ایالتونو پوځي تجهیزات خوندي دي او له کوم خنډ پرته خپل ماموریت سرته رسوي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو په خلیج کې د نښتو د بیا راټوکېدلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن ډوجارېک په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي چې دوي د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د شخړو او په کوېټ او بحرین کې د ایران د بریدونو له کبله اندېښمن دي. ډوجاریک ویلي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د ملکیانو د وژل کېدو له کبله خواشینی شوی دی.

د ډوجاریک په وینا، ګوتېرش پر ټولو اړخونو غږ کوي چې د نورو شخړو څخه ډډه وکړي څو روانې ديپلوماتیکې هڅې له خطر سره مخ نه شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG