د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د ایران سره خبرې په 'چټکۍ' روانې دي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د تهران سره د واشنګټن مذاکرات په "چټکۍ" روان دي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ [جون لومړۍ] د تروت سوشیل په ټولنیزې پاڼې کې لیکلي چې "د ایران د اسلامي جمهوريت سره خبرې په چټکۍ روانې دي."

د ایران د تسنیم خبري اژانس د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی و چې تهران په غزه او لبنان کې د اسرائیل د بریدونو له کبله له واشنګټن سره د خپلو پیغامونو تبادله دروي. تسنیم د خپلو سرچینو په حواله زیاته کړې چې ایران د هرمز تنګي د بشپړ تړلو هوډ کړی او غواړي چې د باب المندب په شمول نورې جبهې هم فعالې کړي.

ولسمشر ټرمپ تردې مخکې ویلي وو چې ایران د یوې معاملې په لټه کې دی. ده زیاته کړې وه چې "ایران په رښتیا هم غواړي چې یوه هوکړه وکړي، او دا به د امریکا او زموږ د ملګرو لپاره یوه ښه هوکړه وي."

د متحدو ایالتونو حکومت په داسې حال کې د مذاکراتو د دوام خبر ورکوي چې پدې وروستیو کې دواړو خواوو د یو بل په اهدافو بریدونه کړي.

د امریکا پوځ وویل چې د دوشنبې په ورځ يي په کويټ کې پر امریکایي ځواکونو د ایران د راکټي برید مخه نیولې ده. امریکايي پوځیانو د ایران د رژیم د تیري کوونکو کړنو په ځواب کې د اونۍ په پای کې د ایران پر یو لړ اهدافو دفاعي بریدونه وکړل.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) وویل چې امریکایي ځواکونو په بریالیتوب سره دوه ایراني بالستیک توغندي له منځه وړي چې په کویټ کې د میشتو امریکایي ځواکونو د ویشتلو په موخه توغول شوي خو هېڅ امریکایي پرسونل ته زیان نه دی اوښتی.

سنټکام په خپلې اعلامیې کې لیکلي چې دوي "ځير" دي او " د اوربند د ملاتړ سربېره، د ایران د بریدونو څخه د خپلو ځواکونو ساتلو ته دوام" ورکوي.

متحده ایالتونه د اپرېل په اتمه د ایران د ترهګر رژیم پر ضد د اسرائیلو سره خپل ګډ عملیات ودرول او د اوربند اعلان يي وکړ. له هغه راهيسې، امريکايي ځواکونو د ايران پر ځواکونو او خاورې څو بریدونه کړي چې سنټکام يي د ايران د ګواښوونکي چلند پر وړاندې دفاعي اقدامات بللي دي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د ایران له رژیم سره " سملاسي موافقې" ته د رسېدو د هڅو له امله د ټرمپ ستاینه کړې ده. مکرون د دوشنبې په ورځ په اېکس پاڼې کې لیکلي چې تېره شپه يي له ټرمپ سره خبرې کړې دي او اشاره یې کړې چې "موږ د دې هڅو د کامل ملاتړ او په پلي کولو کې د خپل بشپړ رول لوبولو لپاره چمتو یو."

مکرون خپل دریځ بیا تکرار کړ چې فرانسه، برېټانیا او د هغوی ملګري د امریکا او ایران ترمنځ "د هوکړې د ترسره کېدو سره سم" د هرمز په تنګي کې د کښتیو د خوندي کولو لپاره د یوه نړیوال ماموریت د پیل کولو لپاره چمتو دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر د فاکس نیوز سره په یوې مرکې کې چې د شنبې په ورځ [مې ۳۰مه] خپره شوه، ویلي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ به هوکړه وشي خو که داسې ونشول نو د متحده ایالتونو پوځ "بېرته ستنېدلی او د پوځي لارې" مسله ختمولی شي.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړې تر هوکړې وروسته، د هرمز تنګی "سملاسي خلاصېدی" شي او ایران "تضمین" ورکړی چې اټومي وسلې به ونلري.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG