د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د ایران سره معامله به د امریکا او د متحدینو لپاره ښه وي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې ایران د یوې معاملې په لټه کې دی.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ [جون لومړۍ] د ټروت سوشیل په ټولنیزې پاڼې کې لیکلي چې "ایران په رښتیا هم غواړي چې یو تړون وکړي، او دا به د امریکا او زموږ د ملګرو لپاره یو ښه تړون وي."

د متحدو ایالتونو ولسمشر په ډېموکراتانو او ځېنو جمهوري غوښتونکو نیوکه کړې او زیاته کړې چې "ایا ډېموکراتان او بېلابېل ظاهراً غیروطنپاله جمهوري غوښتونکي نه پوهیږي چې زما لپاره په سمه توګه د خپل کار ترسره کول او مذاکره کول ډېر سخت شي کله چې ځینې فرصت غوښتونکي سیاسي ګمارل شوي کسان تر بل هر وخت، په پرله پسې توګه په منفي ډول چيغې وهي او وايي چې زه باید ګړندی حرکت وکړم، یا ورو حرکت وکړم، یا جګړه وکړم، یا جګړه ونه کړم او داسې نور"

ولسمشر ټرمپ خپلو منتقدینو ته ویلي چې خپله "ارامتیا" وساتي ځکه چې دده په ټکو "په پای کې به هر څه ښه شي."

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر د فاکس نیوز سره د یوې ټلویزیوني مرکې په ترڅ کې چې د شنبې په ورځ [مې ۳۰مه] خپره شوه، ویلي چې متحده ایالتونه د ایران سره یوې 'ډېرې ښې معاملې' ته نږدې دي.

ټرمپ پدې مرکې کې ویلي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ به هوکړه وشي خو که داسې ونشول نو د متحده ایالتونو پوځ "بېرته ستنېدلی او د پوځي لارې" مسله ختمولی شي.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړې تر هوکړې وروسته، د هرمز تنګی "سملاسي خلاصېدی" شي او ایران "تضمین" ورکړی چې اټومي وسلې به ونلري.

د یو جلا خبر له مخې، د متحدو ایالتونو پوځ د دوشنبې په ورځ وویل چې د ایران لخوا د متحدو ایالتونو د یوې بې پیلوټه الوتکې تر ویشتل کېدو وروسته، يي د ایران د رادار په سیسټم او د بې پیلوټو الوتکو پر مرکزونو بمبارۍ کړې دي.

د متحدو ایالتونو مرکزي قوماندانۍ سنټکام په اېکس پاڼې کې د یوې لنډې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې تېره شپه امریکايي ځواکونو د ایران د دوو بالستیک توغندیو مخه نیوله چې په کوېټ کې د امریکا په د پوځې اډې په لوري توغول شوي وو.

په ورته وخت کې د کوېټ حکومت ويلي چې د دوشنبې په سهار د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د مخنیوي لپاره يي د دافع هوا سیسټمونه فعال کړي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG