د لاس رسي وړ اتصالات

ونس: ټرمپ له موږ وغوښتل چې د ایران د خلکو سره په اړیکو کې 'یوه نوې پاڼه' پرانیزو

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس وايي چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپلو مرکچیانو څخه غوښتي چې د ایران د خلکو سره په اړیکو کې 'یوه نوې پاڼه' پرانیزي.

ونس زیاته کړې چې "تخنیکي خبرې اترې ممکن هر اختلاف حل نه کړي، خو دا به موږ ته په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ټیمونو په توګه د یوځای کېناستو اجازه راکړي."

د وضعیت څخه باخبرو چارواکو د یکشنبې په ورځ [جون ۲۱مه] رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې امریکايي او ایراني مرکچیان په سویس کې د قطري منځګړو سره درې اړخیزه غونډه کړې ده.

جې ډي ونس او د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي سټیف ویټکوف او جېرډ کوشنر د ایراني مرکچیانو سره د سولې هوکړې د عملي کولو په اړه د مخامخ مذاکراتو لپاره سویس ته تللي دي.

د سویس په غونډه کې د ایران په استازیتوب د هغه هېواد ستر مرکچي او د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي برخه لري.

ونس له ايراني مرکچیانو سره تر غونډې مخکې، د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني په حضور کې خبریالانو ته وویل چې په تېرو څو ورځو کې د لبنان د اوربند د پاېښت په تړاو لوي پرمختګ شوی او "موږ ژمن یو چې د بشپړ سیمه ییز اوربند شاهدان واوسو." د ونس په وینا ولسمشر ټرمپ یو بشپړ سیمه ییز اوربند ته ژمن دی.

د پاکستان لومړي وزیر په خپلو خبرو کې د متحدو ایالتونو د ولسمشر د "ځواکمنې رهبرۍ" څخه مننه وکړه او ویي ویل چې د ډونالډ ټرمپ د غوره مشرتابه له کبله په سویس کې د امریکايي او ایراني چارواکو د مخامخ مذاکراتو زمینه برابره شوه.

د متحدو ایالتونو ولسمشر د جمعې په ورځ وویل چې لاسلیک شوې معامله ایران ته ۶۰ ورځې وخت ورکوي چې له متحدو ایالتونو سره یوې هوکړې ته ورسېږي. ده خبرداری ورکړی که هوکړه ونشي نو واشنګټن به داسې څه وکړي چې "هغوی [ایران] به خوشاله نه کړي."

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG