د لاس رسي وړ اتصالات

ابوبکر البغدادي زخمي که مړ دی


جگپوړي عراقي چارواکي وایي د اسلامي دولت د ډلې مشر ابوبکر البغدادي په یو هواېي برید کې زخمي شوی دی، خو د امریکا د دفاع وزارت وایي پدې اړه هیڅ معلومات نلري.

بلخوا د امریکا جمهور رئیس واېي د هغه دا پریکړه چې په عراق کې د امریکایي ځواکونو شمیر دوه برابره کړي، د هغو یاغي اسلامي تندلارو وسله والو خلاف د مبارزې بل پړاو دی چې په عراق او سوریې کې یې پراخې ساحې تر کنترول لاندې کړي دي.

د امریکا غږ خبریال مائیکل بومن په خپل رپوټ کې واېي جمهور رئیس اوباما د یکشنبې په ورځ په یو غیرمعمول ډول د یو امریکایي تلویزون په خبري پروگرام کې څرگند شو.

هغه جمهور رئیس چې وعده ېې کړې وه چې امریکایي عسکر به د عراق نه کورته راولي، هغه اوس یو زرو او پنځه سوه اضافي عسکر هغه هیواد ته لیږي چې د عراق اردو ته نظامي روزنه ورکړي او تجهیز یې کړي ترڅو د اسلامي تندلارو وسله والو سره وجنگیږي.

جمهور رئیس اوباما د سي بي اس تلویزون په فئس د نېشن خپرونه کې وویل "موږ اوس په داسی حالت کې یو چې یوڅه تعرضی بریدونه وکړو. د اسلامي دولت د ډلې د زور ماتولو دپاره د امریکا په مشرۍ هوایي بریدونه ډیر گټور وو او د هغوی د پرمختگ مخه یې کمزورې کړه. خو اوس موږ په سیمه کې پېاده قواو ته ضرورت لرو، عراقي ځمکنيو ځواکونو ته چې وکړې شي هغوی په شا وتمبوي"

اکثره جمهوري پلوه منتقدین پر جمهور رئیس اوباما لدې امله انتقاد کوي چې هغوی د عراقي ځواکونو په قابلېت شک کوی چی عراقي قواوې به، حتی د امریکا او نړیوال ملاتړ سره سره، د اسلامي دولت د ډلې په مقابل کې مقاومت وکړې شي که نه "کله چې په عراق کې د سني او شیعه ترمنځ اختلاف ته وکتل شي، چې د پخواني نوري المالکي حکومت ایجاد کړ، دا ډیره سخته ده چې د توقع وړ یوه اردو رامنځ ته کړئ. دا به وروسته څرگنده شی چی هغه اته سوه زره اردو چې موږ روزلې، د هغو غټه برخه غواړي چې وجنگیږي که نه ".

د امریکا د دفاع وزارت وایي اضافي امریکایي ځواکونه به په نژدې وخت کې د عراق د اردو نهه قطعې، او د کردانو د پیشمرگه ډلې درې قطعې وروزي.

په عینی وخت کې د اسلامي دولت د ډلې په مرکزونو د امریکا هوایي بریدونه دوام لري. سربیره پردی چې امریکایي اضافي عسکر به عراق ته ولیږل شي، جمهور رئیس اوباما ټینگار کوي چې امریکایي عسکر به په مخامخ جگړه کې برخه وانخلي.

بلخوا د مصر په سنایي ساحه کې میشته د انصار بیت المقدس په نوم یوه جهادي ډلې چې د مصري امنیتي ځواکونو په مقابل کې یې ډیر بریدونه کړي، خبر ورکړ چې د اسلامي دولت د ډلې سره یوځای شوه.

XS
SM
MD
LG