د لاس رسي وړ اتصالات

کارټر د ترکېي مقاماتو سره د عراق د حاکمیت په هکله خبرې کوي


ترکیې ته له تگ دمخه ښاغلي کارتر ویلي و چې هغه به د ترکي مشرانو سره په خبرو کې د عراق په حاکمیت ټینگار وکړي
ترکیې ته له تگ دمخه ښاغلي کارتر ویلي و چې هغه به د ترکي مشرانو سره په خبرو کې د عراق په حاکمیت ټینگار وکړي

د امریکا د دفاع وزیر اشتن کارتر او د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت د ډلې پر ضد د مبارزې لپاره د دواړو هیوادونو ترمنځ د پوځي همکارۍ په زیاتیدو خبرې وکړې.

ښاغلی کارتر د جمعې په ورځ انقرې ته رسیدلی او د ترکیې له جمهور رئیس او نورو لوړپوړو چارواکو یې خبرې پیل کړي دي.

د امریکا د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د امریکا او ترکیې مشرانو په پرله پسې خبرو او نژدې هم آهنگۍ موافقه کړې چې د داعش د تروریستي ډلې پر ضد د ایتلاف جگړه دغې ډلې ته تلپاتې ماته ورکړي.

ښاغلی کارتر په داسې حال کې عراق ته سفر کوي چې متحده ایالاتو د موصل ښار د نیولو په کمپاین کې د ترکیې او عراق ترمنځ د رامنځ ته شوي کړکیچ هکله اندیښمن دي.

ترکیه غواړي چې د عراق د دوهم ستر ښار موصل په نیولو کې پراخ رول ولري، خو د عراق حکومت د ترکیې د پوځي مداخلې سره مخالف دی او د امریکا متحده ایالات له دې ډاریږي چې ددغو دوو هیوادونو ترمنځ کړکیچ کیدای شي هغه موافقه ناکامه کړي چې متخاصمې فرقه یي او قومي ملیشه ډلې د موصل له نیولو څخه منع کوي.

ترکیې ته له تگ دمخه ښاغلي کارتر وویل چې هغه به په دې ټینگار وکړي چې ترکیه د عراق حاکمیت ته درناوی وکړي.

له بلې خوا په داسې حال کې چې عراقي او کردي ځواکونه هڅه کوي له داعش څخه د موصل ښار شاو خوا سیمې ونیسي، د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې پر کرکوک ښار باندې متقابل برید پیل کړی دی.

ایراني خبري سرچینیو د هغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت د مقاماتو خولې ویلي دي چې د کرکوک پر ښار باندې د داعش په حمله کې لږ تر لږه څلور ایراني تخنیکران وژل شوي دي.

د رویترز د راپور له مخې د جمعې د ورځې پر سهار پر کرکوک بریدونه وشول چې یو یې د کرکوک ښار د شمال لویدیځ په ۴٠ کیلومیترۍ کې د بریښنا پر یوې دستگاه و. په دغې دستگاه کې اییراني قراردادیانو هم کار کاوه.

XS
SM
MD
LG