د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ایران کې خلکو ته د انټرنیټ په رسولو کې مرسته کوي


د ایران حکومت د پراخو ولسي مظاهرو په غبرګون کې په ځینو ځایونو کې د انټرنیټ خدمات بند کړي.
د ایران حکومت د پراخو ولسي مظاهرو په غبرګون کې په ځینو ځایونو کې د انټرنیټ خدمات بند کړي.

متحده ایالاتو جمعه سپټمبر ۲۳ (تلې۱) اعلان وکړ چې په ایران د صادراتو محدودیتونه آسانوي تر څو په هغه هیواد کې خلک وکړی شي انټرنیټ ته غوره لاسرسي ولري.

امریکا پداسې حال کې د ایراني مظاهره چیانو سره د دې مرستې اعلان کوي چې د پراخو ولسي مظاهرو په غبرګون کې ایراني چارواکو په ګڼ شمیر ټولنیزو شبکو بندیز لګولی او انټرنیټي خدمات یې محدود کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین وایي ایراني چارواکي د انټرنیټ په محدود کولو سره "نه غواړي چې نړۍ د سوله ایزو مظاهره چیانو په ځپلو خبر شي" خو زیاتوي چې غواړي دا یقیني کړي چې "ایرانی ولس ګوښه نشي او په تیاره کې ونه ساتل شي."

ښاغلي بلنکین زیاته کړه، " دا د ایرانیانو سره چې غواړي اساسي حقونو ته یې درناوی وشي، د معنی لرونکي ملاتړ د برابرولو لپاره کوټلی ګام دی".

په همدې حال کې د امریکا د خزانې وزارت مرستیال والي اډیمایو په یوې اعلامیې کې ویلي چې د امریکا ددې اقدام له کبله به د ټکنالوژۍ کمپنۍ وکړی شي په ایران کې د انټرنیټ د رسیدو ساحه لا پراخه کاندي.

دې وزارت ویلي چې د صادراتو په جواز کې دا بدلون به د ټکنالوژۍ کمپنیو ته سافټ وییر، د ویروس ضد آلاتو او ویډیو کنفرانس کولو لپاره د لاسرسي سبب شي او له مخې به یې ایرانی ولس وکړی شي داسې معلوماتو ته لاسرسی ولري چې په حقایقو ولاړ وي.
د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ایراني چارواکو د دې اقدام څخه څرګندیږي چې هغوي د خپل ولس څخه ویره لري.
د امریکا د دې اقدام څخه وړاندې په متحده ایالاتو کې ستر سرمایه لرونکي ایلان مسک د خزانې وزارت څخه غوښتي و چې د (Starlink) شرکت ته چې د سټلایټ د لارې انټرنټي خدمات برابروي او دی یې مشر دی اجازه ورکړي چې په ایران کې خلکو ته د انټرنیټ خدمات ورکړي خو داسې معلومیږي چې متحده ایالاتو د جمعې د ورځ اقدام د هارډ وییر پر پر ځای ډیر د سافټ وییر لپاره شوی.

ایراني چارواکو پنجشنبه سپټمبر ۲۲ (وږۍ۳۱) په ځینو ځایونو کې انټرنیټ ته لاسرسی محدود کړی. د فارس نیمه سرکاري خبري اژانس ویلي چې د انسټګرام او وټس اپ خدمات بند شوي.

ایران تر دې وړاندې د فیس بوک، ټویټر او نورې ټولنیزې شبکې هم تړلې وې او د دې پاڼو تر تړل کیدو وروسته ګڼ شمیر خلکو هلته د وټس اپ او انسټګرام څخه ډیر کار اخیسته.

په نړۍ کې د انټرنېټ د لاسرسي د څارنې د یو بنسټ نیټ بلاکس NetBlocks)) په وینا، د مهسا امیني د مړینې له امله د خلکو له پراخو لاریونونو وروسته، د ایران حکومت په هغه هیواد کې د انټرنیټ لاسرسی ګډوډ کړی او تهران انسټاګرام او واټس اپ ته د خلکو لاسرسی سخت محدود کړی دی.

د مهسا امیني په نامه ۲۲ کلنه پیغله چې د کردستان ولایت اوسیدونکې وه تیره اوونۍ په تهران کې د "اخلاقي امنیت پولیسو" لخوا تر نیول کیدو څو ساعته وروسته د کوما په حالت کې روغتون ته یوړل شوه او دوه ورځې وروسته همالته مړه شوه.




XS
SM
MD
LG