د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي سناتوره: امریکا د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ساتنې لپاره لازمه هڅه نه کوي


د امریکا په سنا کې د وسله والو خدمتونو د کمیټې غړي جوني ایرنست
د امریکا په سنا کې د وسله والو خدمتونو د کمیټې غړي جوني ایرنست

جمهوري غوښتونکې سناتوره او د امریکا د سنا په مجلس کې د وسله والو خدمتونو د کمیټې غړي جوني ایرنست له امریکا غږ سره په مرکې کې ومنله چې متحده ایالات د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ساتنې لپاره کافي هڅې نه کوي.

سناتورې ایرنست د تیرکال د نومبر په میاشت کې د دواړو ګوندونو د ۲۴ ښځینه سناتورانو سره یوځای ولسمشر بایډن ته یو لیک لېږلی و او د امریکا له حکومت څخه یې غوښتي و چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د افغان ښځو اونجونو د حقونو ساتنه وکړي.

آغلې ایرنست د امریکا په حکومت د هغو نیوکو په هکله چې د افغان ښځو د حقونو د فعالانو د ازادۍ لپاره لازمې هڅې نه کوي، امریکا غږ ته وویل:" زه هم له دې سره موافقه یم چې متحده ایالات د افغان میرمنو او نجونو د ساتنې لپاره لپاره کافي هڅې نه کوي."

سناتورې ایرنست افغانستان ته د بشري مرستو په خاطر ورکړل شویو پیسو د مصرفولو په څرنګوالي که د روڼتیا او حساب ورکولو غوښتنه وکړه.

هغې وویل: " هغه درې اعشاریه اته میلیونه ډالر چې طالبانو ته ورکړل شویدي، هغه د افغانستان له خلکو سره مرسته ده. زه د ولسمشر بایډن له ادارې غواړم چې واضحه کړي دغه پیسې څه ډول مصرفیږي."

آغلې ایرنست زیاته کړه د دغو پیسو د مصرفولو په څرنګوالي کې ځکه باید شفافیت موجود وي، چې امریکايي مالیه ورکونکي غواړي پوه شي چې پیسې یې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره مصرفیږي او طالبان ورڅخه ګټه نه پورته کوي.

سناتوره ایرنست وايي ترهغه وخته چې طالبان د پرمختللو ډموکراسیو په شان د ښځو حقونه رعایت نه کړي، حکومت یې باید د امریکا د متحده ایالاتو له خوا په رسمیت ونه پېژندل شي.

هغې زیاته کړه: "زه فکر کوم چې هغوی [ طالبان] دې تر هغه وخت پورې په رسمیت ونه پیژندل شي چې د نړۍ د پرمختللو دموکراسیو په شان د ښځو حقونو ته درناوی ونه کړي. هغوی باید ښځو ته د ټولنې په ټولو چارو کې د برخې اخیستو اجازه ورکړي. باید د ښځو او نجونو ساتنه وکړي. چې مونږ تر اوسه د هغوی له خوا د دغو کړنو شاهدان نه یو او زه فکر نه کوم چې د امریکا د حکومت له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل به سم کاروي."

طالبانو چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هیواد خپله ولکه ټینګه کړه، حکومت یې تر اوسه د کوم هیواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی. نړیوال له طالبانو غواړي چې ټولشموله حکومت جوړ کړي او ښځو او لږه کیو ته په کې ونډه ورکړي، خو طالبان ټینګار کوي چې اوسنی سرپرست حکومت یې ټولشموله دی او د رسمیت پیژندنې ټول شرایط یې پوره کړیدي.

XS
SM
MD
LG