د لاس رسي وړ اتصالات

د فلسطین او اسرئیل ترمنځ سـولـه لېرې ده که نیژدې


فلسطینیانو په یوه مظاهره کې چی په لویدیځه غاړه کې ېې د رام الله په ښار کې وکړله، د موټرونو ټیرونو ته او اچولی دی، ٢٠١٨ کال د اپریل شپږمه.
فلسطینیانو په یوه مظاهره کې چی په لویدیځه غاړه کې ېې د رام الله په ښار کې وکړله، د موټرونو ټیرونو ته او اچولی دی، ٢٠١٨ کال د اپریل شپږمه.

د ټرمپ اداره وايی چې ددوی د سولی پلان تقریبا بشپړ شویدی، خو مبصرین وايي دټرمپ ادارې اسرائېل خوشال کړل، خو فلسطينیان ېې له ځان نه د یولړ اقداماتو له امله لېرې کړل.

د فلسطین د آزادۍ د موسسې او اسرائیلو د هغه وخت د حکومت ترمنځ داوسلو د سولی تړون پنځه ویشت کاله مخکې ددې لپاره لاسلیک شو چی د فلسطین او اسرئیل ترمنځ سوله مځته راشی.

خو اوس د ټرمپ د ادارې دااقدامات چې خپل سفارت ېې بیت المقدس ته ا نتقال کړ، په ملگرو ملتونو کې ېې د فلسطین د کډوالو د مرستی اداره مرستې بندې کړلی، او د پي اېل او دفترېې په واشنگټن ډي سي کې بند کړ؛ یوشمیر خلکو ته داسی ښکاري چی واشنگټن فلسطینیان له ځان نه لېرې کړیدي.

د یاسرعرفات او اسرائیلي صدراعظم اسحق رابین ترمنځ لاس ورکول، د ددو دښمنو ترمنځ د نه همکاری د ممنوعیت نظریه دړې وړې کړله. دواړې خواوې امریکا ته د مرستو لپاره سترگې په لار وې چې د سولی یوه پراخه موافقه منځته راشی او دوه مستقل دولتونه څنگ ترڅنگ په سوله کې ژوند وکړی.

د فلسطين سوله لیری که نیژدې؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:17 0:00

اوس له هغه وخت راهیسې پنځه ویشت کاله کېږی خو سوله لانشته ده. دټرمپ ادارې اسرائېل خوشال کړل خو فلسطينیان ېې له ځان نه د یولړ اقداماتو له امله لېرې کړل. خبره په دې پیل شوله چې د ټرمپ ادارې بیت المقدس د اسرائیل درسمی پایتخت په توگه وپېژاند او دامریکا سفارت ېې هلته ور انتقال کړ. ورپسې نور اقدامات هم وشول، خو دامریکا د بهرنیو چارو وزارت وايی چارواکي په د ې تړاو له مختلفو لار و نه کار اخلی.

د بهرنیو چارو دوزارت ویانده هېدر ناورټ وايي" له ډېرې اوږدې مودې راهېسې چې زه او تاسې ژوندي یو هېڅ شي کارندی ورکړی. سمه ده ؟ تراوسه هېڅ پلان کارندی ورکړی، له همدې امله موږ هڅه کوو چې یوه مختلفه لاره غوره کړو څو و گورو چې دا کار ورکوي که نه. "

د ولسمشر ډانلډ ټرمپ ز وم جرید کوشنر دنیویارک ټایمز ورځپاڼې ته په دې هفته کېوویل چې د فلسطینیانو خلاف جزايي د سولی د هغهپلان فرصتونه له منځه ندي وړي چی دې پرې کار کوی؛ خو یوشمیر تحلیل گران نورڅه وايي.

نېټن ساکز د بروکنگز انستیتیوت تحلیل کوونکی وايي" هغه اقدامات چی د ټرمپ ا دارې وکړل، په رېښتونی توگه ېې ددې ادارې لپاره د له فلسطینیانو سره د سولی د تعمیري خبرو، دروازه بنده کړله."

له بل پلوه د ټرمپ اداره وايی چې ددوی د سولی پلان تقریبا بشپړ شویدی خوت په واقعیت کې داسی نه ښکاری. د بروکنگز انستیتیوت تحلیل کوونکی نېټن ساکز

وايي" زه نپوهېږم چې دا پلان به کوم وخت راوزي. ځکه ددې پلان یوه برخه د عربو مشرانو له ساړه برخورد سره مخامخ شوېده. د سولی په بهیر کې د اردن د ددشراکت خبرې هم کېدلی خو اردنیانو دامسلهله ١٩٩٨ راهیسې په بشپړه توگه رد کړیده."

په منځني ختیځ کې د ډیرو لپاره د فلسطین د سولی هېله ډیره مړاوې شوېده او یوه پخوانۍ خاطره ورته ښکاري.

XS
SM
MD
LG