د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو د جولان قبضه شویو غونډیو ته ورځي


د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ۷ هیوادونو د سفر په لړ کې اسرائیل ته رسیدلی.
د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ۷ هیوادونو د سفر په لړ کې اسرائیل ته رسیدلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي پلان لري چې اسرائیل ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د پنجشنبې په ورځ، نومبر ۱۹(لړم۲۹) د جولان قبضه شویو غونډیو ته ورشي.

د دې غونډیو یوه برخه په ۱۹۶۷ اسرائیل د سوریې نه د جګړې پر مهال قبضه کړه او د خپلې خاورې سره یې یو ځاې کړه. د امریکا متحدو ایالاتو پدې سیمه کې د اسرائیل ادعا په رسمي توګه ومنله خو د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالې ټولنې اکثریت هیوادونو دا سیمه په رسمي توګه د اسرائیل خاوره نده پیژندلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په بیت المقدس کې وویل، " زه به نن د دې فرصت ولرم چې د جولان غونډۍ ووینم. د جمهور رئیس ټرمپ د پریکړې له مخې دا سیمه په رسمي توګه د اسرائیل برخه پیژندل شوې او دا په تاریخي لحاظ مهمه ده او د حقیقت پیژندل دي. "

اسرائیل وایي د جولان غونډۍ چې د سوریې شمالي برخې، لبنان او اردن ترې ښکاري، د ایران او سوریې د ځواکونو په مقابل کې مورچل دی.

سیمې ته د ښاغلي پمپیو د ورتګ نه یوه ورځ وړاندې، د اسرائیل پوځ ویلي چې د جولان په غونډیو کې یې د سوریې او ایران اهداف ویشتلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په بیت المقدس کې د اسرائیلي چارواکو سره د ملاقات پر وخت په ایران د امریکا د نویو اقتصادي بندیزونو اعلان وکړ او د هغو هیوادونو او ډلو په خلاف به اقدام وکړي چې د فلسطین په طرفدارۍ غواړي اسرائیل په اقتصادي لحاظ منزوي کړي.

پمپیو وویل، " مونږ به په عاجله توګه د هغو ادارو د پیژندګلوۍ لپاره اقدام وکړو چې د اسرائیل سره د مقاطعې، بندیزونو او کاروبار نه کولو په کمپاین کې برخه لري او د حکومت ملاتړ به ترې لیرې کړو. "

XS
SM
MD
LG