ټاکل شوې چې په متحدو ایالتونو کې د اسرائیل او لبنان سفیران په پلازمېنې واشنګټن ډي سي کې د بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب غونډه وکړي. دا د ۱۹۹۳ کال وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړني مخامخ مذاکرات بلل کېږي.
تمه کېږي چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اسرائیل د سفیر مایکل لایتر اود لبنان د سفیرې ندى حمده معوض په مخامخ غونډه کې حضور ولري. د بهرنیو چارو وزرات دا یوه "پرانېستې، مستقمه او عالي" غونډه بللې ده.
داوړه لوري له یو څه متفاوت دریځونو سره مذاکراتو ته راځي. لبنان ویلي چې غونډه یي د اسرائیل او د لبنان د ترهګرې ډلې حزب الله ترمنځ د یوې میاشتنۍ جګړې د ختمولو لپاره د یوه اوربند په موخه لومړی ګام دی. اسرائیل ویلي چې په اوربند خبرې نه کوي و پرځای به یې د حزب الله په بې وسلې کولو ټینګار وکړي.
د اسرائیل د لومړی وزیر بېنیامین نتنیاهو یوې ویاندې شوش بېډروسین ویلي چې "موږ به د حزب الله سره په اوربند خبرې ونکړو چې په بې توپیره توګه د اسرائیل او زموږ د ملکیانو پر ضد خپلو بریدونو ته دوام ورکوي."
د اسرائیل سفیر مایکل لایتر د یکشنې په ورځ [اپرېل ۱۲مه] د سي بي اېس ټلوېزیوني شبکې ته ویلي چې "که حزب مو څنګ ته پرېښې وای او سرائیل او لبنان مخامخ مذاکرات کول نو موږ به په دوه یا دریو میاشتو کې د سولې موافقه بشپړه کړې واي."
د لبنان ولسمشر جوزف عون د دوشنبې په ورځ [اپرېل ۱۳مه] ویلي: "ثابته شوې چې ډېپلوماتيکې حل لارې تل په نړۍ کې د وسله والو شخړو د ختمولو لپاره یوه اغیزناکه وسیله ده."
د مذاکراتو نه مخکې، د اسرائیل ځواکونو په جنوبي لبنان کې د حزب الله د اهدافو ویشتلو ته دوام ورکړی دی. د اسرائیل وسله وال ځواکونه وايي د حزب الله اصلي سنګر، بنت جبیل محاصره یې بشپړه کړې او په ښار باندې یې د پليو ځواکونو عملیات پیل کړي دي.
د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ په جنوبي لبنان کې د خپلو سرتېرو سره لیدلي او په یوې خپرې کړې ویډیو کې یې هغوي ته ویلي چې دوي "د ټانګ ضد ډزو د خطر د مخنیوي او د لېرې واټن ویشتونکو توغندیو مسلې ته رسیدګي کوي."
د لبنان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د مارچ میاشتې تر دویمې نېټې پورې د اسرائیلي پوځیانو په بریدونو کې د ۱۶۶ ماشومانو او ۸۸ روغتیايي کارکونکو په شمول، ۲۰۸۹ تنه وژل شوي او څه باندې ۶۷۶۲ کسان ټپیان شوي دي. دغه وزارت د جنګیالیو د وژل کېدو ارقام نه خپروي.
د اسرائیل وسله والو ځواکونو ویلي چې د عملیاتو له پېل کېدو راهیسې یې ۱۲ سرتېري وژل شوي. دوه اسرائیلي ملګي وګړي هم وژل چې یو یې د حزب الله په ځوابي برید کې او بل کس په دوستانه ډزو کې وژل شوی دی.
فورم \ دبحث خونه