د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په منځګړیتوب د اسرائیل او لبنان تر منځ د خبرو څلورم پړاو

د اسرائیل او لبنان حکومتونو د سه‌شنبې په ورځ (جون ۲) د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د سولې د خبرو اترو څلورم پړاو ترسره کړ. دا په داسې حال کې ده چې اسرائيلي ځواکونو د لبنان په جنوب کې د حزب الله پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

اسرائیل وايي چې دا بریدونه د حزب الله له لوري پر اسرائیل د ترسره شویو حملو په ځواب کې کوي.

په واشنګټن کې د اسرائیل سفارت د سه‌شنبې سهار د درې واړو لورو د غونډې انځورونه خپاره کړل. په دغو انځورونو کې د امریکا لپاره د اسرائیل او لبنان سفیران د مېز پر مخالفو خواوو ناست وو، او امریکايي چارواکي د مېز په سر کې ځای پر ځای شوي وو. د غونډې له ګډونوالو څخه یو هم په اسرائیل کې د امریکا سفیر مایک هکبي و.

د اسرائیل سفارت امریکا غږ ته ویلي چې خبرې اترې د ځايي وخت له مخې د ماسپښین تر ۳ بجو پورې روانې وې.

اسرائیل او لبنان د سولې د خبرو لومړی پړاو د اپرېل په ۱۴مه د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې ترسره کړی و او دواړو خواوو دوه ورځې وروسته د اسرائیل او حزب الله په شخړه کې د لنډمهال دپاره د اوربند موافقه وکړه.

له هغه وخت راهیسې دغه اوربند څو ځله غځول شوی خو حزب الله هغه په رسمیت نه دی پېژندلی او پر اسرائیل یې د راکټونو او نورو بریدونو لړۍ روانه ساتلې ده. حزب الله د مارچ په لومړیو کې دغه بریدونه د ایران سره د ملاتړ په موخه پیل کړي وو ځکه چې ایران د امریکا او اسرائیل د ګډو عملیاتو تر فشار لاندې و.

اسرائیلي ځواکونو د دغو بریدونو په ځواب کې د لبنان په جنوب کې ځینې سیمې نیولې او تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي، څو د حزب الله فعالیتونه محدود کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشل کې په یو لړ پیغامونو کې وویل چې هغه د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د منځګړو له لارې د حزب الله له استازو سره خبرې کړي او دواړه لوري یې د ډزو او بریدونو د بندولو تر کچې موافقې ته رسولي دي.

خو د سه‌شنبې په ورځ جګړې بیا هم دوام درلود. د اسرائیل پوځ راپور ورکړ چې له سپېدو مخکې درې برید کوونکې بې‌پیلوټه الوتکې د اسرائیل خاورې ته داخلې شوې.

پوځ وویل چې یوه یې پر ځمکه ولګېده خو مرګ ژوبله یې وانه ړوله، او هوايي ځواکونو نورې دوه نسکورې کړې دي.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو (IDF) هم وویل چې دوی لا هم په جنوبي لبنان کې عملیاتو ته دوام ورکوي او د حزب الله جنګیالي او د هغوی زیربناوې په نښه کوي.

د لبنان ملي خبري اژانس رپوټ ورکړ چې اسرائیلي جنګي الوتکو د سه‌شنبې په ورځ د هېواد په جنوب کې نور هوايي بریدونه هم ترسره کړي دي.

د لبنان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې ولسمشر جوزف عون د سه‌شنبې په ورځ یوې مسلکي غونډې ته ویلي چې له اسرائیل سره د خبرو اترو پرته بله لاره نشته. نوموړي وویل چې د اسرائیل او حزب الله څو میاشتنې جګړې شاوخوا ۳۰۰۰ لبنانیان وژلي، چې ملکي وګړي هم پکې شامل دي، او له یو میلیون څخه ډېر کسان یې بې‌ځایه کړي دي.

لبنان د جګړې پر مهال د وژل شویو حزب الله جنګیالیو شمېر نه خپروي. د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ په عامه وینا کې وویل چې اسرائیل د مارچ له پیل راهیسې د حزب الله ۳۰۰۰ جنګیالي وژلي، چې ۷۰۰ یې یوازې په تېره یوه میاشت کې وژل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سه‌شنبې په ورځ د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې په غونډه کې وویل چې د اسرائیل او لبنان د مذاکره کوونکو لپاره یوه ستره ننګونه دا ده چې څنګه حزب الله بې‌وسلې کړي او په عین حال کې د ولسمشر عون او د لبنان د قانوني حکومت ملاتړ پیاوړی کړي.

روبیو وویل: «د لبنان د وسله‌والو ځواکونو (LAF) وړتیاوې لا هغه کچې ته نه دي رسېدلې چې ورته ضرورت لیدل کیږي، او په دې ځواکونو کې ځینې داسې عناصر هم شته چې د اړتیا وړ رول نه لوبوي، ځکه کله ناکله له حزب الله سره همکاري او اسانتیا برابروي. نو وضعیت ډېر پېچلی دی.»

روبیو همدارنګه د حزب الله د مشر نعیم قاسم د مې د ۲۴مې نېټې تلویزیوني وینا یادونه وکړه، چې پکې هغه د لبنان د حکومت د نسکورولو غوښتنه کړې وه. قاسم پر حکومت د اسرائیل سره د سولې په خبرو کې د ګډون له امله نیوکه کړې وه.

روبیو وویل: «هیڅوک باید په دې اړه په غلط تصور کې پاتې نشي. حزب الله یوازې د اسرائیل او امریکا دښمن نه دی؛ بلکې د لبنان او د لبنان د خلکو دښمن هم دی.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG