د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا، جنوبي کوریا او جاپان د امنیتي همکارۍ په پراخیدو موافقه وکړله


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن جمعه اګست ۱۸ (زمري ۲۷) د جاپان او جنوبي کوریا د مشرانو سره په ملاقات کې د اقتصادي او نظامي همکارۍ په پراخوالي موافقه وکړله.

دا درې اړخیزه غونډه چې د مریلینډ ایالت په کیمپ ډیویډ کې وشوه، درې واړو مشرانو پکې د جنوبي چین په سمندرګي کې د چین "خطرناک او تیري کوونکي" چلند په سختو ټکو وغانده.

د متحده ایالاتو حکومت د جاپان د صدراعظم فومیو کیشیدا او د جنوبي کوریا د جمهور رئیس یون سوک ییول سره دا غونډه پدې هدف ترتیب کړې وه چې له یوې خوا د چین د مخ په زیاتیدونکي قدرت په وړاندې یووالي څرګند کړي او له بلې خوا د شمالي کوریا لخوا ګواښونو ته ځواب وویل شي.

درې واړو هیوادونو د ملاقات څخه وروسته په ګډې اعلامیې کې ژمنه کړې چې په بحراني حالت کې به په سمدستي توګه د یو بل سره سلا مشورې کوي او د سیمې ستونزو، پارونو او ګواښونو ته ځواب ویلو لپاره به چارې همغږې کوي چې د ټولو ګټې زیانمنوي.

ددې درې واړو هیوادونو مشرانو همدرانګه موافقه وکړله چې دا ډول درې اړخیزې غونډې به هر کال کوي؛ درې واړه هیوادونه به هر کال ګډ نظامي تمرینات کوي او د شمالي کوریا د توغندیو واریدو په هکله به په سمدستي توګه د یو بل سره معلومات شریکوي.

په ګډې اعلامیې کې د جنوبي چین په سمندرګي کې د چین د فعالیتونو په هکله ویل شوي، "مونږ په جدي توګه د جنوبي چین په بحیرې کې د چین خطرناک او تیري کوونکي چلند مخالفت کوو".

پدې اعلامیې کې همدرانګه د چین د هغو یو اړخیزو هلو ځلو سره جدي مخالفت څرګند شوی چې غواړي د هند – آرام سمندر په اوبو کې اوسنی وضعیت بدل کړي.

دا لومړی ځل و چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په کیمپ ډیویډ کې د بهرنیو هیوادونو د مشرانو سره وکتل. دا کمپ واشنګټن ډي سي شمال خوا ته د مریلنډ په ایالت کې دی.

ښاغلي بایډن په ګډ خبري کنفرانس کې د جاپان او جنوبي کوریا د مشرانو سره غونډه مهمه وبلله او دا یې "نوی دور" وباله.

ښاغلي بایډن په خبري کنفرانس کې وویل، "ډیره مهمه دا چې مونږ ټولو ژمنه وکړله چې د هغو ګواښونو په مقابل کې به په سمدستي توګه د یو بل سره سلا مشورې کوو چې د هر چا لخوا زمونږ هیوادونو ته متوجه وي".

بایډن زیاته کړه چې په ګډه به د نړیوال قانون په دفاع او زور ویلو پر ضد دریږو.

په همدې حال کې د جاپان صدراعظم پرته لدې چې د چین نوم واخلي، په خبري کنفرانس کې وویل چې د جنوبي چین او ختیځ سمندرګيو کې په زور د اوسني وضعیت د بدلولو هڅې روانې دي او دا چې د شمالي کوریا لخوا د اتومي وسلو او توغندیو ګواښونه پراخ شوي.

ښاغلي کیشیدا زیاته کړه چې د مشرانو دا غونډه پدې معنی چې د دې دریو هیوادونو څخه په هر یوه یې برید یا د پاریدنې کړنه به زمونږ پیوستون لا قوي کړي.

چین تر دې وړاندې خبرداری ورکړی چې د متحده ایالاتو لخوا د جنوبي کوریا او جاپان سره د اړیکو قوي کولو لپاره هڅې به په سیمې کې د جنجال او شخړو پیدا کیدو سبب شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG