د جاپان صدراعظم ویلي دي چې د امریکا د منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د باور وړ اړیکو د رامنځ ته کولو هڅه وکړي.
ټاکل شوی چې د جاپان صدراعظم شینزو آبه نن د پنجشنبې په ماښام په نیویارک کې د ښاغلي ټرمپ سره وگوري. ښاغلی آبه د نړۍ لومړی مشر دی چې په انتخاباتو کې د ښاغلي ټرمپ له بریالیتوب وروسته له هغه سره لیدنه کتنه کوي.
جاپاني رسنیو ویلي دي چې ښاغلي آبه له توکیو څخه د روانیدو دمخه خبریالانو ته وویل " د امریکا د متحده ایالاتو-جاپان ائتلاف د جاپان د امنیت او دپلوماسۍ د بنسټ تیږه ده. دغه ائتلاف هغه وخت پایښت کوي چې اعتماد پر ځای وي."
خو ددې سره سره د ښاغلي آبه او د امریکا د راتلونکي جمهور رئیس دونالد ټرمپ ترمنځ د لیدنې جزییات نه دي روښانه. نه جاپاني مقاماتو او نه هم د ښاغلي ټرمپ د انتقال د پروسې ټیم په دې اړه جزییات څرگند کړي دي.
خو د دونالد ټرمپ یو سلاکار چې نه یې غوښتل نوم یاد شي د رویترز اژانس ته ویلي دي چې ښاغلي ټرمپ د جاپان صدراعظم او په آسیا کې د امریکا نورو شریکانو ته چې د انتخاباتي مبارزې په دوره کې د هغه لفاظۍ اندیښمن کړي دي، پوره اطمینان ورکړي.
اتومي وسلو ته د جاپان د لاس رسي د احتمال او د هغه هیواد څخه د امریکایي سرتیرو د ایستلو په اړه د ښاغلي ټرمپ ویناو په توکیو کې اندیښنې رامنځ ته کړې دي.
د ښاغلي آبه سلاکار کتسویکی کاوایی د رویترز اژانس ته ویلي "د جاپان صدراعظم به حتمي د جاپان-متحده ایالاتو د ائتلاف د اهمیت په هکله خبرې وکړي او دا هم واضح کړي چې دغه ائتلاف یواځې د جاپان او د امریکا متحده ایالاتو په هکله نه بلکه "د هند او د ارام سمندر" ټوله ساحه احتوا کوي.
د ښاغلي ټرمپ مشاور د رویترز اژانس سره په خبرو کې د آرام سمندر د حوزې سره د ښاغلي ټرمپ د اوږدمهاله ژمنو ټینگار وکړ. هغه ویلي دي چې په جاپان کې د میشتو امریکایي سرتیرو سره د توکیو د ملاتړ مسله ښایي د نن ورځې په خبرو کې مطرح شي خو د خبرو په سر کې به نه وي.
د ښاغلي آبه د سیاسي او حقوقي کار تجربه او د ښاغلي ټرمپ د سیاسي تجربې نشتوالی د دغو دواړو مشرانو ترمنځ په نننیو خبرو کې عمده توپیر دی، خو هغه څه چې ددې دواړو مشرانو ترمنځ شریک دي هغه په نړیواله کچه ددې دواړو هیوادونو د لوړ مقام بیرته اعاده کول، د چین د پرمختگ په وړاندې هڅه او د روسیې سره د اړیکو د ښه کولو ژمنه ده.