د لاس رسي وړ اتصالات

په منځني ختیځ کې د امریکا ستر نظامي تطبیقات


د امریکا بحري ځواکونه وایي په منځني ختیځ کې د بلجیم، فرانسې او جاپان سره ستر بحري نظامي تطبیقاتو کوي.

امریکا د دې تطبیقاتو خبر پداسې وخت کې ورکوي چې د ایران د اتومي پروګرام له وجې ددې هیواد سره ستونزې ډیرې شوي.

ټاکل شوې پدې سترو نظامي تطبیقاتو کېچې د" عربي بحیري د جګړې تطبیقات" نوم ورکړل شوی، د څلور واړو هیوادونو جنګي کښتۍ د عمان په خلیج او عربي بحیره کې نظامي تمرینات وکړي.

د نورو کښتیو تر څنګ به د فرانسې الوتکې انتقالونکي او د امریکا برید کوونکي کښتۍ پدې تمریناتو کې برخه لري.

دا ستر نظامي تطبیقات پداسې وخت کې کیږي چې ایران د نړۍ د ځواکمونو هیوادونو سره د ۲۰۱۵ کال د اتومي موافقې ټول محدودیتونه ترک کړي.

ایران ځکه دا کار کړی چې د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې خپل هیواد د ایران د اتومي موافقې نه وایست او پدې هیواد یې ټول بندیزونه د سره ولګول.

د امریکا اوسني جمهور رئیس جو بایډن ویلي چې که ایران د اتومي موافقې د شرایطو سره سم، پخپل اتومي پروګرام د لګیدلو محدودیتونو درناوی وکړي، امریکا به بیا پدې تړون کې ورګډه شي خو دا چې په عراق کې ملیشې چې احتمال لري ایران یې ملاتړ کوي، د امریکا په ګټو بریدونه کوي، دې کار د دواړو هیوادونو اړیکې خړې پړې کړي.

ایراني چارواکو تر اوسه د امریکا، جاپان، فرانسې او بلجیم د دې سترو بحري نظامي تطبیقاتو په هکله څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG