د امریکا د عدلیې وزارت وایي چې د دغه هېواد د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) په همکارۍ یې د دوو افغانانو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د ۴۰ کسانو د امریکايي تابعیت د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.
د وزارت په وینا، دغه کسان تورن دي چې د امریکا د تابیعت د ترلاسه کولو پرمهال یې حقایق پټ کړي او د خپل هویت په اړه یې جعلي او ناسم معلومات وړاندې کړي دي.
د امریکا د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغو دوسیو کې د هویت په اړه جعلکاري، د کډوالۍ درغلي او د جدي جرمونو د سابقې پټول شامل دي. وزارت دا د ټرمپ د حکومت لخوا د افرادو د تابعیت د لغوه کېدو ترټولو لوی شمېر بللی دی. په دغو کسانو کې د افغانستان، ایران، پاکستان، چین، هند، مکسیکو او فلیپین وګړي شامل دي.
د یادو کسانو له جملې څخه، ۵۵ کلن وارث جان صافی تورن دی چې په ۱۹۹۵ کال کې د پاکستان په جعلي پاسپورټ او د «طارق محمود» په نوم امریکا ته داخل شوی و. د وزارت د معلوماتو له مخې، وروسته له هغه چې د نوموړي اصلي هویت افشا شو، د کډوالۍ محکمې د نوموړي د ایستلو حکم صادر کړ. خو صافي د امریکا د پرېښودو پر ځای نوی هویت جوړ کړ او له یوې امریکایي ښځې سره د واده کولو له لارې یې دایمي استوګنه او وروسته د امریکا تابعیت ترلاسه کړ.
د امریکا د عدلیې وزارت وایي چې صافي د تابعیت غوښتنې پر مهال خپل ګڼ هویتونه، د کډوالۍ او ناقانونه کړنو په اړه خپله سابقه له چارواکو پټې کړې وه. د هغه د تابعیت د لغوه کولو دوسیه د نیویارک ختیځې فدرالي محکمې ته وړاندې شوې ده.
په بله قضیه کې چې د پنسلوانیا ایالت په ختیځه فدرالي محکمه کې ثبت شوې، اسد جان رامین تورن شوی چې نږدې ۳۰ کاله یې ځان د «احمدشاه کوهستاني» په نوم معرفي کړی او د امریکا د کډوالۍ له بېلابېلو امتیازونو څخه یې ګټه اخیستې ده.
د عدلیې وزارت د اعلامیې له مخې، رامین د تابعیت ترلاسه کولو په بهیر کې خپل نوم له «احمدشاه کوهستاني» څخه «اسد جان رامین» ته بدل کړی، په داسې حال کې چې د هغه اصلي نوم له پیل څخه همدا اسد جان رامین و. امریکایي چارواکي وایي نوموړي د بل افغان وګړي له هویت څخه د هغه له خبرتیا او رضایت پرته د کډوالۍ د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره استفاده کړې وه.
دا اقدام په داسې وخت کې کېږي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت د کډوالۍ او تابعیت په برخه کې سخته تګلاره پلې کړې ده. ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې، په واشنګټن کې پر ملي ګارد د یوې مرګاني برید وروسته، چې یو افغان کډوال پکې په لاس لرلو تورن شو، ویلي وو چې غواړي له «دریمې نړۍ» هېوادونو څخه کډوالي په دایمي ډول ودروي او د هغو کډوالو تابعیت لغوه کړي چې د هغه په باور د امریکا کورنی امنیت له ګواښ سره مخامخ کوي.
په همدې لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم مخکې ویلي وو چې: «د امریکا تابعیت د خرڅلاو لپاره نه دی.» نوموړي دغه څرګندونې د هغو اقداماتو په اړه کړې وې چې د «زیږون سیاحت» شبکو پر ضد ترسره شوي او د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د ځانګړې کاري ډلې د فعالیت په لومړۍ میاشت کې یې د ۶۰۰ څخه زیاتې ویزې لغوه کړې دي.
د امریکا د کډوالۍ او تابعیت قانون له مخې، که ثابته شي چې تابعیت د درغلۍ، د مهمو حقایقو د پټولو یا د ناسمو معلوماتو په اساس ترلاسه شوی وي، محکمه کولای شي هغه لغوه کړي.
خو د امریکا د عدلیې وزارت ټینګار کړی چې پر دغو کسانو لګېدلي تورونه لا تر اوسه په محکمه کې نه دي ثابت شوي او وروستۍ پرېکړه به د محکمو له لوري کېږي.
فورم \ دبحث خونه